تازه خبرونه
روسیه له افغانستان سره دوه اړخیزه کاري ډله جوړوي
کابلوف د روسیې سولویوف لایف رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: “راتلونکی پسرلی به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه یوه دوه اړخیزه کاري ډله جوړه شي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي؛ مسکو په پام کې لري، چې له کابل سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه دوه اړخیزه کاري ډله جوړه کړي.
هغه ویلي، چې دا بڼه به په لنډمهاله توګه د بین الحکومتي کمیسیون د بدیل په توګه کار وکړي.
کابلوف د روسیې سولویوف لایف رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: “راتلونکی پسرلی به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه یوه دوه اړخیزه کاري ډله جوړه شي.
کابلوف وايي: ” په اوسنیو شرایطو کې، چې دا نظام (اسلامي امارت) تر دې دمه پر رسمي ډول په سیاسي توګه نه دی پېژندل شوی؛ دا ډله به په اصل کې د اقتصادي، سوداګرۍ، امنیتي او نورو همکاریو په اړه د بین الحکومتي کمیسیون ځایناستې شي.”
ولسمشر ولادمیر پوتین د تېرې میاشتې په وروستیو کې یو قانون لاسلیک کړ، چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت لرې کولوته اجازه ورکوي.
د یادونې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څه وخت مخکې اسلامي امارت د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د مسکو ستراتیژیک ملګری وباله.
