تازه خبرونه
روسیه په افغانستان کې د سولې خبرو د نورو ناستو کوربتوب ته هم چمتو ده – لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هندوستان ټایمز ته څرګنده کړې، چې مسکو د افغانستان د سولې بهیر په اړه د نورو ناستو کوربتوب ته هم چمتو دی.
لاوروف په دې اړه ویلي؛ نوی ډیلي د ټریکا (روسیه، امریکا، چین او پاکستان) د غونډې، چې د مارچ پر ۱۸ په مسکو کې ترسره شوې غړیتوب نلري. هند د مسکو په هڅو کې د افغانستان د ګاونډیانو په یوځای کولو کې مهم لوبغاړی او ګډونوال دی.
لاوروف زیاته کړې: دا جوړښت به د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمه ییزې اجماع او همغږۍ په رامنځته کولو کې بنسټیزه مرسته وکړي. لکه څنګه، چې د افغانستان د سولې بهیر روان دی؛ مونږ د نورو ناستو میکانیزم پیلولو ته چمتو یو.
هغه دا هم ویلي، چې هند د افغانستان د سولې په پروسه کې یو مهم برخوال دی او باید په دې بهیر کې برخه واخلي.
تیره میاشت ، مسکو د طالب مشرانو په ګډون د افغانانو تر منځ د غونډې شاهد و، چې په کې د افغانستان د سولې پر بهیر بحث او خبرې وشوې.
د مسکو غونډه په داسې حال کې ر سره شوه، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې ودرېدې.