تازه خبرونه
روسیه په افغانستان کې د سولې خبرو د نورو ناستو کوربتوب ته هم چمتو ده – لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هندوستان ټایمز ته څرګنده کړې، چې مسکو د افغانستان د سولې بهیر په اړه د نورو ناستو کوربتوب ته هم چمتو دی.
لاوروف په دې اړه ویلي؛ نوی ډیلي د ټریکا (روسیه، امریکا، چین او پاکستان) د غونډې، چې د مارچ پر ۱۸ په مسکو کې ترسره شوې غړیتوب نلري. هند د مسکو په هڅو کې د افغانستان د ګاونډیانو په یوځای کولو کې مهم لوبغاړی او ګډونوال دی.
لاوروف زیاته کړې: دا جوړښت به د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمه ییزې اجماع او همغږۍ په رامنځته کولو کې بنسټیزه مرسته وکړي. لکه څنګه، چې د افغانستان د سولې بهیر روان دی؛ مونږ د نورو ناستو میکانیزم پیلولو ته چمتو یو.
هغه دا هم ویلي، چې هند د افغانستان د سولې په پروسه کې یو مهم برخوال دی او باید په دې بهیر کې برخه واخلي.
تیره میاشت ، مسکو د طالب مشرانو په ګډون د افغانانو تر منځ د غونډې شاهد و، چې په کې د افغانستان د سولې پر بهیر بحث او خبرې وشوې.
د مسکو غونډه په داسې حال کې ر سره شوه، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې ودرېدې.
تازه خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون غونډه ترسره شوه
د پنجشنبې پر ورځ (د غبرګولي درېیمه) په سپیدار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال موموي عبدالکبیر پر مشرۍ د سیاسي کمیسیون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د هېواد او سیمې د وروستیو حالاتو، د دوحې د راتلونکې ناستې او اړمنو ته د بشري مرستو د رسولو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.
دغه راز د سیاسي کمیسیون په دې غونډه کې له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او تعامل بحث وشو او د اجنډا پر اساس لازم تصمیمونه ونیول شول.
تېره ورځ ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د افغانستان په اړه به د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ پر لسمه او یوولسمه ( د جون پر دېرشمه او د جولای پر لومړۍ ) جوړه شي.
دغه نړیوال بنسټ د سې شنبې پر ورځ (د غبرګولي لومړۍ ) د اسلامي امارت له چارواکو او یو شمېر افغان شخصیتونو سره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې وروستۍ ناستې په اړه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د مدني ټولنې فعالان هم حضور ولري.
دغه راز یې په دې غونډه کې د ګډون لپاره امیر خان متقي ته رسمي بلنه ورکړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د ګډون په اړه بحثونه روان دي.
یو شمېر کارپوهانو د نړۍ وضعیت ته په نغوته کې د دې غونډې جوړېدل مهم بولي؛ ځکه د دوی په باور افغانستان د نړیوالې ټولنې رسمي غړیتوب ته اړتیا لري.
تازه خبرونه
په بامیان ولایت کې د سمڅو اوسېدونکیو ته د استوګنې کورونه جوړیږي
د ایټالیا یو بنسټ په بامیان ولایت کې د سمڅو اوسېدونکیو ته د استوګنې ۱۰۰ کورونه جوړوي.
د ايټاليا وينټو بنسټ رییس اني بالي او د ايټاليا د فلورانس پوهنتون ریيس لوډا د باميان له والي سره په کتنه کې د دغه ولايت اړمنو، بې کوره او د سمڅو اوسېدونکیو ته د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو پر ارزښت د استوګنې د ۱۰۰ کورونو د جوړولو اعلان وکړ.
په دې کتنه کې د ایټالیا وینټو بنسټ رییس اني بالي د بامیان ولایت مقام له پاملرنې او همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ په بامیان کې د دغه بنسټ د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي زياته کړې، چې د استوګنې د ۱۰۰ کورونو د جوړولو د پروژې تر څنګ د باميان ولایت د مرکز په زرګران ښارګوټي کې له پلان سره سم د ښار دننه د سیلاب د مخنیوي کانال، لښتي، سړکونه او کوڅې هم پر معیاري ډول جوړې او چمتو شي.
د باميان والي عبدالله سرحدي په باميان ولايت کې د امنيت خوندي کولو تر څنګ ويلي، چې په باميان ولايت کې د ملي او نړيوالو بنسټونو لهخوا د پرمختيايي او بېخببنايي پروژو په پلي کې همکاري کوي.
د باميان والي زياته کړې، چې د استوګنې د کورونو جوړولو او د زرګران ښارګوټي د ښهوالي د طرحې جوړولو لپاره بايد په معياري ډول د عملي کولو لپاره هلې ځلې وشي.
ویل شوي، چې دغه پروژه به د بامیان ولایت د ښار جوړونې او کور جوړونې ریاست تر بشپړې څارنې لاندې پلې شي.
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د رییسي د خواخوږۍ کتاب لاسلیک کړ
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د پخواني ولسمشر سید ابراهیم رییسي او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان پر مرګ د خواخوږۍ څرګندولو لپاره په کابل کې د تهران سفارت ته ولاړ او د خواخوږۍ کتاب یې لاسلیک کړ.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ مولوي عبدالکبیر د ایران سفارت ډیپلوماټانو ته د خواخوږۍ وړاندې کولو تر څنګ ویلي: اسلامي امارت او د افغانستان خلک ځانونه په دې لوی غم کې د ایران له حکومت او خلکو سره شریک ګڼي.
د اعلامیې له مخې؛ مولوي عبدالکبیر د خواخوږۍ په کتاب کې د لاسلیک پر مهال څرګنده کړه: ابراهیم رییسي ښې اړیکې جوړې کړې وې او هیله ده، چې د افغانستان او ایران دوستانه اړیکې نورې هم پیاوړې شي او پراخې شي.
-
لوبی5 days ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ4 days ago
د سعودي او امریکا چارواکو په غزه کې پر جګړه او دوه اړخیزې هوکړې خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
-
تازه خبرونه3 days ago
سر له سبا د ترکيي هوايي شرکت افغانستان ته رسمي الوتنې پیلوي
-
روغتيا4 days ago
قطر له افغانستان سره پر زړه د سوریو ماشومانو د درملنې هوکړهلیک لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
-
نړۍ3 days ago
د چورلکې په راغورځېدو کې د ایران د ولسمشر مړینې غبرګونونه راوپارول