نړۍ

روسیه په اوکراین کې سولې ته لېواتیا نلري – ډنمارک

فریډریکسن په فنلینډ کې د شمالي اروپا د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې خبریالانو ته وویل: “د ورځې په لړ کې پوتین د خبرو اترو په اړه خبرې کوي، بیا د شپې پر اوکراین بمبارډ کوي.”

Published

on

د ډنمارک لومړۍ وزیرې مټه فریډریکسن د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د اوونۍ  په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې بریدونو ثابته کړه، چې مسکو سولې ته لېواله ندی.

فریډریکسن په فنلینډ کې د شمالي اروپا د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې خبریالانو ته وویل: “د ورځې په لړ کې پوتین د خبرو اترو په اړه خبرې کوي، بیا د شپې پر اوکراین بمبارډ کوي.”

رویټرز راپور ورکړ، چې روسیې تېره شپه داسې هوایي بریدون ترسره کړل، چې د اوکراین هوايي ځواک یې د روسیې د جګړې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید یاد کړی دی.

فریډریکسن زیاته کړې؛ د شمالي اروپا هېوادونو مشرانو هوکړه کړې، چې د دوی هېوادونه به تر هغې، چې لازمه وي د اوکراین ملاتړ وکړي.

هغه وایي؛ دا ملاتړ کېدی شي پوځي مرسته، د اوکراین په دفاعي صنعت کې پانګونه او له اوکرایني شرکتونو سره د همکارۍ معنا ولري.

Trending

Exit mobile version