تازه خبرونه

روسیه په افغانستان کې له سولې وروسته د جګړو د دوام خبرداری ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د روسیې سفیرالکساندر مانتیتسکي له آریانانیوز سره په خبرو کې څرګنده کړې؛ داسې راپورونه ترلاسه شوي، چې یو شمېر طالبان به له امریکا سره د سولې هوکړه ونه ومني او جګړې ته به دوام ورکړي. په داسې حال کې، چې د داعش او القاعدې ګواښ هم پخپل ځای دی.

په کابل کې د روسیې سفیر له طالبانو سره د امریکا د سولې له خبرو ملاتړ څرګند کړ او د طالبانو له هغه دریځه یې ملاتړ وښود، چې غواړي له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو او استخباراتي مامورینو پر وتلو ټينګار کوي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي وایي، چې زمونږ دریځ روښانه دی. له څنګه، چې زمونږ د بهرنیو چارو وزیر ویلي مونږ په بشپړه توګه له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پلوي یو.

نوموړي زیاته کړې: دا یوه ‌ډېره پېچلې موضوع ده؛ امریکا هم څو ځلې ویلي، چې په افغانستان کې له شل ډېرې سخت دریځې ډلې هڅې کوي، خو د داعش او القاعدې فعالیت باید له پامه ونه غورځول شي. داسې بريښي، چې جګړه به دوام ومومي، نو د مهارولو لپاره یې ګډ کار ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو او سولې لپاره په یوه وخت کې کار روان دی. روسیه هم په افغانستان کې سولې ته لومړیتوب ورکوي.

ښاغلی الکساندر مانتیتسکي وایي: البته سوله مهمه ده؛ خو دا په افغانانو پورې اړه لري، چې آیا له ټاکنو مخکې سولې ته رسیږي او که نه؟

روسیه د امریکا پخوانۍ سیاله ده او دوه ځله یې په مسکو کې د سولې په اړه د طالب استازیو او افغانانو کوربتوب هم کړی دی وه.

Trending

Exit mobile version