سیمه ییز خبرونه

روسیې او چین د اوکراین د جګړې او له امریکا سره د اړیکو په اړه خبرې وکړې

رویټرز راپور ورکړی، چې د ولسمشر ولادمیر پوتین د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ په بیجینګ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي سره ولیدل.

Published

on

د روسیې او چین بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې پر ورځ له امریکا سره د خپلو اړیکو او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو پر امکاناتو خبرې کړې دي.
 

رویټرز راپور ورکړی، چې د ولسمشر ولادمیر پوتین د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ په بیجینګ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي سره ولیدل.

لاوروف به په چین کې د شانګهای همکاریو ټولنې (SCO) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي: “دواړو خواوو له امریکا سره د اړیکو او د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د امکاناتو په اړه هم بحث وکړ.”

دې وزارت ویلي: “په نړیوال ډګر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې همغږۍ په ګډون د ملګرو ملتونو او د هغې د امنیت شورا، SCO، BRICS، G20 او APEC د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار وشو.”

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي: “د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې اړیکه “د یو بل پراختیا او بیا ژوندي کول او په ګډه د یوې ګډوډې او بدلیدونکې نړۍ لخوا رامنځته شویو ننګونو ته ځواب ووایي.”

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو خواوو د کوریا ټاپووزمې او د ایران د اټومي مسلې په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

چین او روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پوتین بیجینګ ته سفر وکړ او څو ورځې مخکې له دې، چې هغه اوکراین ته لسګونه زره سرتېري واستول “بې محدودیته” ملګرتیا اعلان کړه.

په دې راپور کې راغلي؛ پوتین کله نا کله چین د “متحد” په توګه ستایلی دی.

امریکا، چین خپل ترټولو لوی سیال او روسیه ترټولو لوی ملي ګواښ ګڼي.

Trending

Exit mobile version