Connect with us

نړۍ

روسیې خپل له غږ چټک زېرکون نومی توغندی بریالی وتوغاوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۱)

د روسیې دفاع وزارت د شنبې پر ورځ ( د غبرګولي اوومه / د می اته ویشتمه) څرګنده کړې؛ روسیې له بریالیتوب سره یو هایپرسونیک زېرکون کروز توغندی نندارې ته وړاندې کړ، چې ۱۰۰۰ کیلومټره واټن وهلی شي.

د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي؛ د روسیې دفاع وزارت په بارنتز سمندر کې د اډمیرل ګورشکوف له جنګي بېړۍ زېرکون نومی توغندي تجربه کړ، چې په سپینه بحیره کې یې خپله موخه وویشته.

د دې وزارت لخوا په خپره شوې ویډیو کې ښودل شوي، چې توغندی له یوې کښتۍ توغول کیږي او په اورورینه توګه په آسمان کې ګړندۍ لار وهي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه توغندی نه ماتېدونکی نومولی.

له غږ لوړه دا وسله کولی شي د غږ له چټکتیا ۹ ځله چټک حرکت وکړي.

روسیې تېر کال هم له جنګي بېړیو او سب میرینونو څخه د زېرکون پخوانۍ آزموینه ترسره کړې ده.

د روسیې پوځ پر اوکراین د خپل درې میاشتني یرغل په بهیر کې، چې “ځانګړي عملیات” نومول شوي؛ خلکو او تجهیزاتو ته یې درانده زیانونه اړولي؛ خو د توغندیو د ټکنالوژۍ په برخه کې یې نړۍ ته د خپل مهارت د ښودلو تر څنګ يې د نویو وسلو د آزموینو بهیر روان ساتلی دی.

تېره میاشت یې یو نوی اټمي خولۍ لرونکی لرې واټن ویشتونکی سرمات نومی توغندی ازمویلی، چې نه یوازې د لس یا زیاتو خولیو د لېږدولو وس لري، بلکې پر امریکا د برید له وړتیا هم برخمن دی.

ویل کیږي، چې روسیه غواړي ان خپل اوبتلونه هم پر دغو توغندیو سمبال کړي.

نړۍ

د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲, ۱۴۰۳)

د جاپان دفاع وزیر څرګنده کړی، چې د دې هېواد د بحري ځواکونو دوه چورلکې د روزنیزو هڅو پر مهال په بحر کې لوېدلي او د ۸ سپرو کارکوونکیو څخه یې لږ تر لږه یو کس مړ شوی دی.

رویټرز راپور ورکړ، چې د شنبې پر شپه د جاپان توریشیما ته نږدې سویلي ساحل ته څیرمه په لرې پرتو ایزو ټاپوګانو کې د جاپان دوه اس اچ – ۶۰ ډوله چورلکې، چې اوبتل ضد جنګي روزنیزې هڅې یې تر سره کولې؛ راوغورځېدې.

د جاپان دفاع وزیر مینورو کیهارا د یکشنبې پر ورځ ( د غویی دوه‌یمه ) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د الوتکې د غورځیدو د علت په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

 هغه زیاته کړې؛ د الوتنې دوه ریکارډرونه یو بل ته نږدې موندل شوي، چې د دواړو چورلکو ترمنځ د ټکر شونتیاوې ډېره ده.

د جاپان ذاتي دفاع ځواک او ساحل ساتونکي د چورلکو د پاتې اووه کارکوونکیو په لټه کې دي.

د شنبې پر ورځ د جاپان د ذاتي دفاع ځواکونو لوی درستیز یوشیتاکا ساکای ویلي؛ هغه باور نلري، چې بل کوم هېواد په دې پېښه کې لاس ولري.

په جاپان کې د امریکا سفیر رام امانویل په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي.

 

Continue Reading

نړۍ

د جمعې په ورځ به د م.م امنیت شورا په م.م کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه رای ورکړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

ډیپلوماټانو ويلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د جمعې پر ورځ ( د وري یو‌دېرشمه ) په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب غوښتنې ته رای ورکړي.

د امنیت شورا، چې ۱۵ غړي لري؛ د جمعې پر ورځ د ماسپښین پر ۳:۰۰ بجو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندیز کوي، چې د ملګرو ملتونو د غړي په توګه د فلسطین دولت ومني.

دا مسوده د تصویب لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړیو لږ تر لږه نهه مثبتو رایو ته اړتیا لري. په داسې حال کې، چې د ملګروملتونو، بریټانیا، فرانسې، روسیې او چین په ګډون د ویټو د حق له پېنځه هېوادونو څخه هیڅ یو یې هم مخالفت نکوي.

د ډیپلوماټانو د څرګندونو له مخې؛ دا مسوده د امنیت شورا د ۱۳ غړیو ملاتړ لري او امریکا مجبوروي، چې د ویټو حق وکاروي.

الجزایر، چې د امنیت شورا د یوه غړي په توګه یې د دې پرېکړه لیک مسوده چمتو کړې؛ غوښتنه یې کړې، چې د پنجشنبې پر ورځ د منځني ختیځ په اړه د امنیت شورا له غونډې سره سم په دې اړه رای اچونه وشي.

امریکا ټینګار کړی چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړول باید د ښکېلو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو له لارې وشي نه په ملګرو ملتونو کې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا ټوماس ګرینفیلډ هم د چارشنبې پر ورځ ( د وري نهه‌ویشتمه ) ویلي: مونږ باور نلرو، چې د امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک تصویب به مونږ داسې یو ځای ته ورسوي، چې وکولی شو د یوه پرېکړه لیک دوه دولتی حل پلي کړي.

Continue Reading

نړۍ

د اروپايي ټولنې مشرانو پر ایران له نویو بندیزونو ملاتړ وکړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د هغې غونډې په پای کې، چې پر اسرائیلو د ایران د بېساري برید او پر تهران د بندیزونو لګولو په اړه جوړه شوې وه، د اروپايي ټولنې مشرانو د ایران پر حکومت د نورو زیاتو بندیزونو له لګولو ملاتړ وکړ.

د دغې اتحادیې د ۲۷ غړیو هېوادونو مشرانو د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه) په بروکسل کې څرګنده کړه، چې اروپايي ټولنه به د ایران پر ضد، په تېره بیا د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو توغولو له کبله نور ډېر محدودیتونه ولګوي.

له غونډې مخکې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د بندیزونو له غځولو ملاتړ وکړ او څرګندوي: مونږ د بندیزونو پلوي یوو او پر ټولو هغو هېوادونو، چې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په تولید کې ښکېل دي؛ پلي شي.

د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر انټونیو تاجاني هم د جي – ۷ هېوادونو د وروستیو خبرو اترو مخکې ویلي، چې باید د ټولو هغو ادارو پر وړاندې بندیزونه ولګول شي، چې پر اسرائیلو یې د ډرون او توغندیو او په سره بحیره کې کښتیو بریدونه کوي؛ ولګول شي.

اسرائيلي چارواکو بیا ځلي ويلي، چې پر اسرائیلو د بريد غچ به اخلي. اروپايي ټولنې پر تهران د بنديزونو زياتولو ته د چمتووالي له څرګندولو سره له اسرائيلو غوښتي، چې له زغمه کار واخلي.

د اروپايي ټولنې د عالي کمیشنرۍ مشرې اورسولا فون در لاین د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې پر اسرائیلو د ایران برید د تهران، مسکو او پیونګ یانګ پالیسیو ته په نغوته کې د یوه نوي استبدادي ائتلاف وروستۍ نښه ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ هغې، چې د بروکسل دفاعي او امنیتي کنفرانس په څنډه کې خبرې کولې ویلي؛ دغه اتحاد هڅه کوي، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ رامنځته شوی نظم له منځه یوسي او ډیموکراسي له ناکامۍ سره مخ کړي.

سپینې ماڼۍ مخکې اعلان کړی و، چې له اووه کسیزې ډلې او نورو متحدینو سره به د ایران پر وړاندې د هراړخیز ځواب پر طرحه کار وکړي او د تهران د میزائیلو او ډرون پروګرامونو پر ضد به نوي بندیزونه ولګوي او د سپاه پاسداران او د دفاع وزارت پر ملاتړیو ادارو به اضافي بندیزونه ولګوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!