نړۍ

روسیې د اوکراین د سولې په خبرو کې خپل شرایط وړاندې کړل

هغه یادښت او شرایط، چې په رسمي ډول د استانبول په خبرو کې وړاندې شوي؛ مسکو د خپلې اوږدمهاله جګړې پر اهدافو ټینګار کړی دی.

Published

on

د روسیې رسنیو د خپور شوي یادښت له مخې؛ روسیې د دوشنبې پر ورځ د سولې په خبرو اترو کې اوکراین ته څرګنده کړې، چې دوی به یوازې هغه وخت د جګړې پای ته له رسېدو سره هوکړه وکړي، چې کیف د خپلې خاورې لویه برخه پریږدي او د خپلې اردو د اندازې محدودیتونه ومني.

هغه یادښت او شرایط، چې په رسمي ډول د استانبول په خبرو کې وړاندې شوي؛ مسکو د خپلې اوږدمهاله جګړې پر اهدافو ټینګار کړی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ اوکراین پر‌له‌پسې د روسیې شرایط د تسلیمېدو په څیر رد کړي دي.

د جګړې ښکېلو خواوو پلاوي یوازې د یو ساعت لپاره سره ولیدل؛ د ۲۰۲۲ له مارچ راپدېخوا د خبرو اترو په دوه‌یم پړاو کې دوی هوکړه وکړه، چې د نورو جنګي بندیانو په ګډون د ټپي ځوانانو پر تبادله تمرکز وکړي او د ۱۲ زره وژل شویو سرتېرو کنګل شوي مړي یو بل ته بېرته وسپاري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا غونډه غوره وبلله او څرګندوي؛ هیله لري، چې دا کار د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په ترکیه کې له ټرمپ سره د لیدنې لپاره سره راټول کړي.

په دې ناسته کې د ترمپ، زیلینسکي او اروپایي متحدینو لخوا وړاندیز شوی اوربند له پامه غورځول شوی دی.

مسکو وايي، چې دوی د اوږدې مودې تړون غواړي؛ نه د دښمنۍ بندول.

کیف وايي، چې پوتین له سولې سره علاقه نلري.

ټرمپ ویلي؛ امریکا چمتو ده، چې د منځګړیتوب هڅې پریږدي؛ خو که دواړه خواوې د یوې هوکړې پر لور پرمختګ وښيي.

د اوکراین دفاع وزیر رستم عمروف، چې د کیف پلاوي مشري یې کوله ویلي؛ کیف د سولې خپله نقشه جوړه کړې او د روسیې پر یادښت به بیاکتنه وکړي.

عمروف وایي، چې اوکراین د جون تر پایه پورې د نورو خبرو اترو وړاندیز کړی؛ خو ډاډمن دی، چې یوازې د زیلینسکي او پوتین ترمنځ ناسته کولی شي ډېری پاتې مسلې حل کړي.

زیلینسکي ویلي؛ اوکراین روسیې ته د ۴۰۰ تښتول شویو ماشومانو نوملړ چمتو کړی؛ خو روسي پلاوي هوکړه کړې، چې یوازې د ۱۰ ماشومانو د بېرته ستنېدو لپاره کار وکړي.

روسیه وايي، چې ماشومان د دوی د ساتنې لپاره د جګړې له سیمو څخه لېږدول شوي دي.

د روسیې یادښت، چې انټرفیکس خبري سرچینې خپور کړی څرګندوي؛ د جګړې حل کول د کریمیه  ټاپووزمې، چې په ۲۰۱۴ کال کې روسیې ځانته ضمیمه کړه او څلور نورې اوکرایني سیمې، چې مسکو یې د خپلې خاورې په توګه ادعا کوي – په نړیواله کچه پېژندلو ته اړتیا لري. اوکراین باید خپل ځواکونه له دې ټولو سیمو څخه وباسي.

یادښت د مسکو هغه غوښتنې بیا تکرار کړي، چې اوکراین یو بې طرفه دولت شي؛ د ناټو غړیتوب رد کړي او د روسي ژبو له حقونو ساتنه وکړي، روسي رسمي ژبه کړي او پر نازیزم د ویاړ منع کولو قانون تصویب کړي. اوکراین د نازیزم تور او د روسي ژبو پر وړاندې تبعیض ردوي.

روسیې د سولې د تړون او اوربند لپاره خپل شرایط هم رسمي کړل او دوه غوراوي یې وړاندې کړل، چې د اوکراین لپاره عملي نه‌ښکاري.

د متن له مخې؛ لومړی غوراوی د اوکراین لپاره دا و، چې د لوهانڅک، ډونیتڅک، زاپوریزیا او خرسون سیمو څخه بشپړ پوځي وتل پیل کړي. له دې سیمو څخه روسیه پر لومړۍ سیمې بشپړ کنټرول لري؛ خو د پاتې هغو شاوخوا ۷۰ سلنه واک لري.

دوه‌یم غوراوی یو داسې وړاندیز دی، چې اوکراین ته یې د پوځي خوځښتونو د بندولو او د بهرنیو پوځي مرستو، سپوږمکۍ مخابراتو او استخباراتو د بندولو غوښتنه ده. کیف به هم پوځي حکومت لغوه کوي او په ۱۰۰ ورځو کې دننه باید د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې ترسره کړي.

د روسیې د پلاوي مشر ولادمیر مدینسکي ویلي، چې مسکو د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د راټولولو لپاره “د جبهې په ځینو برخو کې له دوه څخه تر درې ورځو پورې د ځانګړي اوربند” وړاندیز کړی دی.

د اوکراین د چمتو شوې او وړاندیز شوې نقشې له مخې، چې یوه کاپي یې رویټرز لیدلې؛ کیف غواړي په خپل پوځي ځواک کې هیڅ محدودیت ونلري، د اوکراین د هغو برخو په اړه، چې د مسکو ځواکونو نیولي دي د روسیې د حاکمیت نړیواله پېژندنه ونلري او د سولې له کومې معاملې وروسته هیڅ تاوان ونه‌غواړي.

د یکشنبې پر ورځ اوکراین ویلي، چې دوی د “غڼې تار” نومو په عملیاتو کې ۱۱۷ ډرون الوتنې کړي او  د روسیې پر اوږده واټن بم غورځونکو الوتکو یې برید وکړ، چې د سایبریا او د هېواد د لرې شمال په هوایي ډګرونو کې د اټومي خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.

د سپوږمکۍ انځورونه ښیي، چې بریدونو د پام وړ زیان اړولی دی. که څه هم دواړو خواوو د زیانونو د کچې په اړه متضاد معلومات ورکړي دي.

لویدیځ پوځي شنونکو دا بریدونه، چې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه زرګونه میله لرې ول؛ د جګړې په بهیر کې د اوکراین ترټولو زړور عملیات وبلل.

د روسیې د سټراټیژیک بمبار بېړۍ د “درې ګونه” ځواکونو برخه ده؛ له ځمکې او اوبتلونو څخه توغول کیږي د هېواد اټومي وسلې یې د نړۍ ترټولو سترې دي. امریکا او د هغې متحدین د اوکراین په شخړه کې درېیمې نړیوالې جګړې ته د روسیې شونې خطر ته ډېر پام کوي، چې پوتین یې د روسیې د اټومي ځواک په اړه پرله‌پسې ګواښونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version