نړۍ

روسیې د ناټو پر تازه پرېکړو سختې نیوکې وکړې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د ناټو لومړیتوبونه اوس هم د اروپا پوځي کول، د دفاعي وړتیاوو لوړول، له روسیې سره د احتمالي پوځي مخامخېدو لپاره چمتووالی او له اوکراین څخه پرله‌پسې ملاتړ دی.

Published

on

 

روسیې په ترکیه کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د شویو تازه پرېکړو، د اوکراین لپاره د پوځي مرستو د زیاتوالي او د غړو هېوادونو د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا له ژمنو سره سخت مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی، چې دا اقدامات ښایي د نړۍ امنیت ته «ناورین‌زېږوونکې» پایلې ولري.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د ناټو لومړیتوبونه اوس هم د اروپا پوځي کول، د دفاعي وړتیاوو لوړول، له روسیې سره د احتمالي پوځي مخامخېدو لپاره چمتووالی او له اوکراین څخه پرله‌پسې ملاتړ دی.

هغې زیاته کړې، که د ناټو مشرانو په خپلو پرېکړو کې ډېر دقت کړی وی؛ نو داسې اقدامات به یې نه وی کړي، چې د هغې پر وینا؛ نه یوازې د دغه ائتلاف، بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطرناکې پایلې لرلی شي.

د ناټو مشرانو د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ژمنه وکړه، چې په ۲۰۲۶ز. کال کې به اوکراین ته د ۷۰ میلیارډ یورو پوځي مرستې برابرې کړي. هغوی همداراز د ناټو تړون د پېنځمې مادې له مخې د ګډې دفاع پر اصل یو ځل بیا ټینګار وکړ او د لږ تر لږه ۵۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د وسلو له تړونونو یې خبر هم ورکړ.

زاخارووا همداراز د امریکا او ناټو د ځینو غړیو ترمنځ د اختلافونو یادونه وکړه او ادعا کوي، چې واشنګټن د خپلو متحدانو د ملاتړ له کچې خوښ نه‌دی.

دغه راز د ناټو سرمنشي مارک روټه رویټرز ته ویلي، چې د غړیو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د نظر اختلافونه د دغه ائتلاف د ډیموکراټیک ماهیت او خوځښت نښه ده او روسیه باید دا د کمزورۍ نښه ونه‌ګڼي.

Trending

Exit mobile version