تازه خبرونه

روسیې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو له کبله پر اوکراین برید وکړ- ټرمپ

د ټرمپ د څرګندونو له مخې؛ هغه د ولسمشر جوبایډن پر پرتله مخکې له افغانستان څخه خپل سرتېري ایستل او دا کار یې له “عزت او ځواک” ډک ترسره کاوه.

Published

on

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل « ډېر بد» ترسره شول او له همدې کبله روسیې پر اوکراین د پراخ برید پرېکړه وکړه.

د امريکا منتخب ولسمشر له افغانستان څخه د امريکا د وتلو پر څرنګوالي نيوکې کړې دي.

د ټرمپ د څرګندونو له مخې؛ هغه د ولسمشر جوبایډن پر پرتله مخکې له افغانستان څخه خپل سرتېري ایستل او دا کار یې له “عزت او ځواک” ډک ترسره کاوه.

ټرمپ دا ادعا هم کړې: هغه مهال، چې په ​​​​واک کې و؛ “مونږ هیڅ جګړه نلرله ” خو ” اوس هغې نړۍ ته روانه ده، چې د جګړې په اور کې سوځي.”

ټرمپ ویلي: ” هغسې، چې دوی ووتل؛ دا طالمانه وه. د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت بشپړ نوي پوځي تجهیزات، چې ما وپېرل؛ د افغانانو لاس ته ولوېدل. په ځانګړي توګه اوس د طالبانو (اسلامي امارت) په لاس کې دي.”

هغه ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل «بد» ول.

نوموړي زیاته کړې: ” همدا دلیل و. زه فکر کوم کله، چې روسیې دا هر څه ولیدل؛ پر اوکراین یې برید وکړ.

ټرمپ زیاته کړې: هغو وویل؛ ” دا خلک (امریکایان) بې کفایته دي – دوی نه پوهیږي، چې څه کوي”.

امریکايي ځواکونو د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه پر افغانستان برید وکړ.

د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې امریکا اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي؛ چېرته، چې دوی له ۲۰۰۱ کال څخه په کې پراته ول. د ۲۰۲۱ کال د اګست تر یو دېرشمې ټول امریکايي پوځیان له دې هېواده بشپړ ووتل او افغانستان یې له بندیزونو سره مخ پرېښود.

Trending

Exit mobile version