تازه خبرونه

روسیې په افغانستان کې سولې ته پر ژمنتیا خپل ټینګار څرګند کړ

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ ماتوینکو تېره ورځ د پاکستان په مشرانو جرګه کې د وینا پر مهال ویلي، چې مسکو او اسلام‌آباد باید د امنیتي مسایلو په اړه خپله همغږي خوندي کړي.

Published

on

د دوشنبې پر ورځ ( د لړم اوومه ) د روسیې د مشرانو جرګې مشرې ولنتینا ماتوینکو پاکستان ته په خپل سفر کې ویلي، چې مسکو او اسلام‌آباد سیمهییز ثبات ته ګډه ژمنتیا پالي.

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ ماتوینکو تېره ورځ د پاکستان په مشرانو جرګه کې د وینا پر مهال ویلي، چې مسکو او اسلام‌آباد باید د امنیتي مسایلو په اړه خپله همغږي خوندي کړي.

هغې ډاګیزه کړه: زه ډاډه یم، چې مونږ به د امنیتي مسایلو او نړیوال ثبات، په فضا کې د وسلو د ځای پر ځای کولو د مخنیوي، د بیولوژیکي، کیمیاوي او زهرجنو وسلو د بندیز، د غیرقانوني بندیزونو میکانیزمونو د نه‌منلو  او د بشردوستانه خبرو اترو نه سیاسي کولو په اړه خپله همغږي خوندي ساتو.

روسیې او پاکستان تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې؛ خو اسلامي امارت دا اندېښنې رد کړي او څرګندوي، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله شتون نلري او نه هم د افغانستان له خاورې کوم هېواد ته ګواښ پېښ شوی دی.

Trending

Exit mobile version