تازه خبرونه

روسیې په افغانستان کې له خوړو نړیوال پروګرام سره یو میلیون ډالر مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام څرګنده کړې، چې روسیې ۱۵۰ زره کسانو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.

دغه بنسټ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ پدې پیسو به پر ۲۱ زره افغان کورنیو، چې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان کیږي ۱۰۰۰ ټنه خوراکي توکي ووېشل شي.

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف څرګنده کړې: په داسې یوه حالت کې، چې د افغانانو ستره برخه مرستو ته سخته اړتیا لري؛ د انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره بشري مرستې اړینې دي. په افغانستان کې بې ساری بشري ناورین بېړني غبرګون ته اړتیا لري. نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه اصلي مرسته کوونکي باید له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې اړتیا درک کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام څرګنده کړې، چې اوس‌مهال ۱۶ میلیون وګړي ( د افغانستان د وګړو درېیمه برخه ) له لوږې ځوریږي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام استازې هسیائو وي لي ویلي؛ د خوراکي توکو بې سارې مرستې زمونږ د سخاوتمندانو د مهربانۍ له مخې په افغانستان کې د بشري ناورین له مخنیوي سره مرسته کړې ده.

تېر کال د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې د کمښت له کبله ۱۰ میلیون کسان له خوراکي توکو له وېش بې برخې شوي وه.

په ۲۰۲۳ کال کې د خوړو نړیوال پروګرام په ټولیزه توګه ۱۸ اعشاریه ۶ میلیون خلکو ته لاسرسی وموند، چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان ول. دې ادارې ۶۰۰ زره ټنه خوراکي توکي وېشلي او ۱۹۰ میلیون ډالر یې نغدې پیسې ورکړي، چې له کورنیو سره د دوی د خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

روسیې په تېرو درې کلونو کې له افغانستان سره د خوړو نړیوال پروګرام له لارې څلور میلیون ډالر مرسته ورکړې ده.

Trending

Exit mobile version