نړۍ
روسیې په بیلاروس کې د اتومي وسلو ځای پرځای کول پیل کړل
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ویلي، چې هېواد یې د روسیې د تاکتیکي اتومي وسلو د لېږدولو بهیر پیل کړی، چې ځینې یې د هغو اتومي بمونو درې چنده ځواک لري، چې امریکا په ۱۹۴۵ ز. کال کې پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو وغورزول.
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د روسیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړې: مونږ دا توغندي او بمونه له روسیې ترلاسه کړي دي.
د رویترز د راپور له مخې، لوکاشینکو، چې په یوه ځنګله کې يې تر شاه پوځي وسایط ښکارېده په خپله مرکه کې ویلي، چې هېواد یې ان د شوروي د وخت څو اتومي زیرمې لري او پېنځه یا شپږ یې ترې رغولي هم دي.
هغه له دې مخکې هم روسیې ته اجازه ورکړې وه، چې د بیلاروس له خاورې څخه اوکراین ته خپل سرتېري واستوي.
نوموړی په دې باور دی، چې اتومي چمتوالی به د احتمالي یرغلګرو پر وړاندې د مخنیوي په توګه کار وکړي.
هغه وايي: مونږ تل یو هدف درلود. هغو (لویدیځوال) له ۲۰۲۰ څخه غواړي، چې مونږ ټوټې ټوټې کړي. هیچا تر دې دمه د اتومي هېواد پر وړاندې، چې اتومي وسلې لري؛ جګړه نهده کړې.
د اتومي وسلو ځای پرځای کول د شوروي اتحاد له ړنګیدو راپدیخوا له روسیې څخه بهر د دا ډول وسلو د لیږد لپاره د مسکو لومړۍ هڅه ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې پر ورځ ویلي وه، چې روسیه به په بېلاروس کې د اتومي وسلو د زیرمه کولو لپاره د ځانګړيو زیرمو له چمتو کولو وروسته دا جنګي خولۍ ځای پرځای کړي. هغه دا پرېکړه د لومړي ځل لپاره د مارچ په میاشت کې اعلان کړې وه او په ډېرو اروپایي هېوادونو کې یې د خپلو وسلو په ځای پر ځای کولو کې د امریکا اوږد تاریخ ته نغوته وکړه.
امريکا د پوتين پر پرېکړې نيوکه کړې؛ خو وايي داسې کومه نښه يې نهده ليدلې، چې ګواکې روسيه دې د اتومي وسلو کارولو ته چمتو وي.