تازه خبرونه

روسیې څه باندې ۶۵ ټنه بشري مرستې کابل ته راولېږلې

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۱)

مسکو د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د روسیې د دفاع وزارت په الوتنو کې له روسیې څخه د بشري مرستو یوه ټولګه کابل ته رسېدلې او افغانستان څه باندې ۶۵ ټنه اړین توکي ترلاسه کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د اکتوبر پر شپاړسمه د روسیې د دفاع وزارت ځانګړیو الوتنو کابل ته له ۶۵ ټنو ډېر اړین توکي [بشري مرستې] ورسول، چې افغان لوري له دغو دوستانه مرستو له کبله مننه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ روسیه به د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې روانې وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون او د اشغال په کلونو کې دغه هېواد ته د اوښتو زیانونو د جبرانولو د غرامت غوښتنه وکړه.

پوتین د تېرې پنجشنبې پر ورځ په استانه کې د متقابل عمل او باور جوړونې د اقداماتو شپږم کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي وه، چې: په طبیعي توګه د افغانستان په خاوره کې د وضعیت د عادي کولو لپاره اړینه ده، چې په ګډه د اقتصادي بیارغونې په برخه کې مرسته وشي.

Trending

Exit mobile version