بی بی سی پښتو

روغتیايي چارواکي: د اختر مبارکۍ په نامه ماشومانو ته نغدې پېسې مه ورکوئ

Published

on

Getty Images

وروسته له هغه چې کورونا وېروس د نوري نړۍ په څېر د افغانستان ګوټ، ګوټ کې هم د خپریدو په حال کې دی، د افغانستان عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتې چې د اختر په شپو او ورځو کې د یو او بل کورونو او مېلو ځایونو ته له تګ ډډه وکړي.

روغتیايي چارواکو دغه راز له خلکو غوښتي چې د اختر په ورځو کې دي کوچنیانو ته نغدي پيسې نه ور کوي.

روغتیا پالان وايي، نغدې پیسې له یوه کسه بل ته د کورونا وېروس د لېږد لامل کېدای شي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، دا چې ماشومان د کورونا وېروس مخنیوي په لارو، چارو نه پوهېږي نو نغدي پیسې کېدای شي هغوی ته وېروس ور ولېږدوي.

د نغدې پیسو له لار کېدای شي وېروس په چټکۍ سره انتقال شي. په اختر کې د عیدي یا د اختر مبارکۍ په نوم پیسې چې مشران یې کشرانو ته ور کوي. همدا پيسې ماشومانو ته د کورونا وېروس د لېږد لامل کېدای شي. بله لویه ستونزه دا ده چې ماشومان د لویانو په شان د کورونا وېروس مخنیوي په لارو چارو بلد نه دي نو ډېر ژر یې بدن ته وېروس ور داخليږي او په کویډ – ۱۹ ناروغۍ اخته کېدای شي.

په یو شمېر اسلامي هېوادونو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې په اخترونو کې ماشومانو د خپلوانو کورونو ته ورځي او مشران د اختر مبارکۍ په نوم هغوی ته نغدې پیسې، وچه یا لنده مېوه ور کوي.

خو اوس چې کورونا وبا نژدې په ټوله نړۍ کې خپره ده، روغتیاپالان وايي، د مخنیوي یوه لاره یې د ټولنیز واټن ساتل دي‎.

Trending

Exit mobile version