تازه خبرونه
روژه نړۍ ته د سولې، يووالي او هيلې پيغام لري – د م.م عمومي منشي
ګوټرش ويلي: روژه د لوړې انساني مفکورې نښه ده، چې پر همدردۍ او آرامۍ ولاړه ده؛ خو ټينګار يې کړی، چې د ميليونونو انسانانو لپاره دا ارمان اوس هم ندی پوره شوی؛ هغه د افغانستان، یمن، غزې او سوډان د خلکو کړاوونو ته نغوته(اشاره) کړې، چې له جګړې، لوږې، بېځايه کېدا او تبعيض سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو ټولنې عمومي منشي، آنټونیو ګوټرش، د رمضان(مبارکې روژې) د رارسېدا په مناسبت په يوه ويډيويي پيغام کې دا مياشت د نړۍ د مسلمانانو لپاره د تفکر، دعا، هيلې او سولې سپېڅلې وخت بللی دی.
ګوټرش ويلي: روژه د لوړې انساني مفکورې نښه ده، چې پر همدردۍ او آرامۍ ولاړه ده؛ خو ټينګار يې کړی، چې د ميليونونو انسانانو لپاره دا ارمان اوس هم ندی پوره شوی؛ هغه د افغانستان، یمن، غزې او سوډان د خلکو کړاوونو ته نغوته(اشاره) کړې، چې له جګړې، لوږې، بېځايه کېدا او تبعيض سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ټولو وغوښتل، چې په دې مبارکه مياشت کې د روژې تلپاتي پيغام ته جدي پام وکړي؛ هغه پيغام، چې د زړونو يوځای کول، له اړمنو سره مرسته او د بشري حقونو او انساني کرامت ساتنه رانغاړي.
هغه همداراز خپلو کلنیو ویناوو ته هم نغوته(اشاره) کړې او څرګندوي، چې هر کال له مسلمانو ټولنو څخه ليدنه کوي او ورسره يو ځای روژه نيسي او څرګندوي، چې هر کال د روژې، د سولې او شفقت له روحيې الهام اخلي.
ګوټرش هيله څرګنده کړې: مبارکه روژه به د ټولې نړۍ د ګډو هڅو الهامبخښونکې شي، چې ورسره به د ټولو انسانانو لپاره سولهييزه، سخاوتي او عادلانه نړۍ جوړه شي.
ګوترش خپل پيغام د «رمضان کريم» په هيله پای ته ورساوه.