سیمه ییز خبرونه

رڼې ټاكنې د نړيوالو سرتېرو له وتو ډېرې مهمې دي- جان مكنزى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكايي ليكوال جان مكنزي، چې د افغانستان په اړه دوه كتابونه په دې باور دى، چې په افغانستان كې رڼې ټاكنې له دغه هېواده د نړيوالو سرتېرو له وتو ډېرې مهمې دي.

دا په داسې حال كې ده، چې افغان ولسمشر حامد كرزي په ټاكنو كې د امريكا د لاسوهنو له وېرې، له دغه هېواد سره د امنيتي تړون لاسليك پر رڼو ټاكنو مشروطې  كړې.

امريكايي ليكوال جان مكنزي وايي :

زما په باور امريكا او بهرنيان بايد په ټاكنو كې مداخله ونه كړي. دا بايد يو افغان پروگرام وي.

ښاغلى مكنزي افغانستان ته د وسلوالو طالبانو د  بيا راگرزيدو د امكان په اړه وايي :

دا هسې يوه گنگوسه ده، چې وسلوال طالبان به په څو اوونيو كې  بيا راځي او كابل به نيسي. آيا تاسو به هغه كسان وټاكئ، چې خلك يې وژلي دي؟ زه فكر نه كوم، چې خلك به له لس كلني نسبي آزادۍ وروسته د طالبانو دوران ته ستانه شي.

ټاكل شوې، چې د راتلونكې كال په وري مياشت كې به ولسمشريزې او د ولايتي شوراگانو ټاكنې تر سره شي؛ خو د ناامنيو په اړوند اندېښنې پخپل ځاى پاتې دي.

Trending

Exit mobile version