تازه خبرونه
رییسالوزراء له ازبک پلاوي سره پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو خبرې وکړې
په دې لیدنه کې د ریاستالوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او په ازبکستان کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون درلود.
د اسلامي امارت رییسالوزراء ملا محمدحسن آخوند نن له غرمې مخکې په ارګ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیوف سره، چې تېره ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی، ولیدل.
په دې لیدنه کې د ریاستالوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او په ازبکستان کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون درلود.
جمشید خواجهیوف د لیدنې په پیل کې ویلي، افغانستان ته د ازبکستان د وزیرانو، مرستیالانو، سوداګرو او پانګهوالو د دغه لوی پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراخول او پیاوړي کول دي.
هغه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ښو اړیکو ته په نغوته کې ویلي، افغانستان د ازبکستان په بهرنۍ تګلاره کې ځانګړی ځای لري او د دې سفر اصلي موخه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف د لارښوونې له مخې د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د شویو ژمنو عملي پلي کول دي، چې دواړه هېوادونه یې پایلې وویني.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې، تېر کال ازبکستان ته د افغانستان ټول صادرات ۱۵۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي وه؛ خو د روان کال له پیل څخه تر اوسه دغه شمېر ۱۱۱ میلیون ډالرو ته رسېدلی او تمه ده، چې د کال تر پایه نور هم زیات شي.
نوموړي ویلي، ازبکستان تر اوسه د افغانستان وګړو ته پېنځه زره ویزې صادرې کړي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا ښیي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء رییس ملا محمدحسن آخوند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د دغه پلاوي سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
هغه زیاته کړې، د دې پلاوي سفر او د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان پر راتلونکي د دغه هېواد د قوي باور څرګندونه کوي.
د لیدنې په پای کې ملا محمدحسن آخوند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان له دغه دوست او ورور هېواد سره د اړیکو له پیاوړتیا خوښ دی او د شویو ژمنو پلي کولو ته بشپړ ژمن پاتې دی.