تازه خبرونه
زلمي خلیلزاد دوحې او سیمې ته کاري سفر پیل کړی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې سیمې او د قطر دوحې ته به راستون شي.
خلیلزاد ویلي؛ هیله من دی، چې د خبرو دوه یم پړاو به د پام وړ پایلې ولري.
ټاکل شوې د افغانانو تر منځ د خبرو دوه یم پړاو نن په دوحه کې پیل شي.
نوموړي په ډاګه کړې: هغه دوحې او سیمې ته یو ځل بیا په دې هیله راځي، چې دواړه خواوې به د سولې په بهیر کې د پام وړ پرمختګ ولري.
هغه زیاته کړې: دواړه خواوې باید دا په ډاګه کړي، چې دوی د افغانستان د خلکو د لوړو ګټو استازیتوب کوي او پر سیاسي حل او اورکم یا اوربند هوکړه کوي.
خلیلزاد دا هم ویلي، چې د تاوتریخوالي دوام په ځانګړي توګه په افغانستان کې موخه ییزې وژنې د منلو وړ ندي او دا کار هغه خلک کوي، چې غواړي د سولې بهیر کمزورې کړي.
په داسې حال کې ده، چې د موخه ییزو بریدونو په ګډون تاوتریخوالی په هېواد کې ډېر شوي؛ خو هیچا یې مسوولیت ندی منلی.