تازه خبرونه
زلمي خلیلزاد سیمې او افغانستان ته د خپلمنځي خبرو د ننګونو د حل لپاره سفر پیل کړی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر، پاکستان، افغانستان، ناروې او بلغاریا ته خپل نوی سفر پیل کړی دی.
زلمی خلیلزاد به په دوحه او کابل کې د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره پر پاتې خنډونو؛ اورکم، خپلمنځي خبرو او د بندیانو د تبادلې پر اړیا ټینګار څرګند کړي.
په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې اعلامیې له مخې؛ خلیلزاد به د دې پړاو په سفر کې د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره د اسلام آباد ملاتړ خپل کړي. دغه راز به په اوسلو او صوفیه کې د ناتو غړیو هېوادونو ته د افغانستان د سولې په اړه وروستي جزئیات وړاندې کړي.
په اعلامیه کې په ډاګه شوې؛ تول اړخونه د هر بل وخت په پرتله د خپلمنځي خبرو لپاره نږدې شوي، ځکه د ۴۰ کلنې جګړې پای ورسره تړل شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې که څه هم د بندیانو په تبادله کې پرمختګ شوی؛ خو د دې ستونزې د وروستۍ کولو او حلولو لپاره دېر کار ته اړتیا ده.
طالب سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې د حکومت له زندانونو ۵۰ طالب بندیان خوشې شول.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دا بندیان د هغه نوملړ له مخې خوشې شوي، چې له خوشې کیدو سره یې مخالفت کیدو. د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې سبا ته هم ۷۰ طالب بندیان خوشې شي.
د افغانستان حکومت او ملي امنیت شورا تر دې دمه د نویو ۵۰ بندیانو د خوشې کیدو په اړه څه ندي ویلي.
د بندیانو تبادله د افغانستان د سولې بهیر یوه له ناندرو ډکه موضوع ده، چې د حکومتي سرچینو په وینا؛ له ۵۰۰۰ څخه یې تر دې دمه ۴۴۰۰ خوشې شوي او ۶۰۰ نور پاتې دي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، د طالب بندیانو د خوشې کیدو پرېکړه د طالبانو او امریکایانو په هوکړه کې شوې او طالبان د دغو پاتې ۶۰۰ بندیانو له خوشې کیدو پرته خپلمنځي خبرو ته غاړه نږدي.