تازه خبرونه
زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل
هغه ویلي، چې په دغو بریدونو کې ګڼشمیر بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدان او ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.
هغه ویلي، چې په دغو بریدونو کې ګڼشمیر بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدان او ټپیان شوي دي.
زلمي خلیلزاد د دې وضعیت اصلي لامل د پاکستان غلط سیاستونه، د اقلیتونو ځپل، د ډیموکراټیکو ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه او د واک تکراري پوځي تسلط ګڼلی او دا یې د پاکستان او د ګاونډ هېوادونوپه ځانګړي توګه د هغو افغانانو لپاره، چې خپله کورنۍ جګړه یې پای ته رسولې؛ یوه ټراژیډي وبلله.
هغه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې پخپلو پالیسیو له سره غور وکړي.