تازه خبرونه
زلمی خلیلزاد د سولې بهیر د غزولو لپاره کابل ته راغلی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد مازیګر مهال له ولسمشر اشرف غني او د پخلاینې شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د سولې بهیر د غزولو په اړه ولیدل.
ولسمشرۍ په ډاګه کړې؛ په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوه او د ولسمشرۍ مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار او د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي هم ګډون درلود، دواړو لوریو د سولې بهیر د راتلونکي په اړه خبرې وکړې او له مخامخ مذاکراتو وړاندې یې د اوربند پر ټینګښت یا اورکم ټینګار وکړ.
د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه، چې د افغانستان حکومت او طالبان به په دې برخه کې پر یو واضح او معقول میکانېزم هوکړې ته ورسېږي.
1. محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان و داکتر عبدالله عبدالله رئیس شورای عالی مصالحه ملی با داکتر زلمی خلیلزاد نمایندۀ خاص وزارت امور خارجۀ ایالات متحدۀ امریکا در خصوص صلح افغانستان، دیدار نمودند.
— ارگ (@ARG_AFG) May 20, 2020
واشنګټن پوسټ راپور ورکوي، چې زلمي خلیلزاد په قطر کې د افغان بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان په ګډون له طالب استازیو سره د تاوتریخوالي د کمولو او د افغانانو تر منځ د خبرو پر اړتیا خبرې کړې دي.
یادې ورځپاڼې څرګنده کړې، چې د خلیلزاد هڅې به هغه وخت بریالۍ وي، چې ډونالډ ترمپ د امریکایي سرتېرو د وتلو بهیر په دې شرط روان وساتي، چې خپلمنځی خبرې پیل شي.
دغه راز چین هم غواړي د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژایو لیجیان ویلي: مونږ هیله لرو، چې خپلمنخي خبرې به ډېر ژر پیل شي او مثبتې پایلې به ولري. چین د افغانستان د سولې په بهیر کې له ښکېلو خواو سره د اړیکو او همغږۍ په پیاوړي کولو کې رغنده رول لوبولی شي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې که څه هم د خلیلزاد د سفر موخه اوربند ته طالبانو هڅول ول، خو ښکاري، چې طالبانو دا نده منلې.
تمه کیده، چې امریکا له طالبانو سره د سولې راوستلو هوکړې له لاسلیک وروسته اورکم وکړي؛ خو د ملي امنیت شورا د څرګندونو له مخې، د هوکړې له لاسلیک وروسته طالبانو نږدې څلور زره بریدونه کړي دي.