لوبی

زمبابوې په نړیوال جام کې له ایرلیند سره لومړۍ سیالي پر ۳۱ منډو وګټله

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۵, ۱۴۰۱)

زمبابوې د دوشنبې پر ورځ په آسترالیا کې د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې ایرلیند ته په ۳۱ منډو ماته ورکړه.

دې بریا زیمبابوی له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا په خپل لومړي لوی تورنمنت کې د ایرلیند پر وړاندې د بریا په بیانولو سره لوی پړاو ته راستون شو. او د  ب ګروپ په لښتیلیک کې یې له سکاتلیند وروسته دوه یم ځای خپل کړ.

د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام دوه یم پړاو لوبې د تلې پر ۳۰ د افغانستان او انګلیند ترمنځ پیلېږي.‌

افغانستان په لومړي‌ ګروپ کې له کوربه هېواد آسترالیا، انګلستان او نیوزیلیند سره دی او دوه نورې لوبډلې به له دې پړاوه ورسره یوځای شي.

په دوه یم ګروپ کې هند، پاکستان، سویلي آفریقا او بنګله دیش لوبېږي، چې هغه ګروپ ته به هم د لومړي پړاو له لوبو دوه لوبډلې لار وموي.

د کرکت نړيوال شل آوريز جام د لومړي پړاو سیالۍ په آستراليا کې ترسره کیږي.

کرکت مینوال کولی شي د دغو لوبو بهیر له آریانا تلویزیوني شبکې څخه هره ورځ سهار ۸:۳۰ په ژوندۍ بڼه وګوري.

د بشپړې خپرونې مهالویش ته دا ځای کېکاږئ.

Trending

Exit mobile version