تازه خبرونه

زمونږ نننی جهاد د شریعت پلي کولو او پرمختګ لپاره دی – سراج الدین حقاني

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۶, ۱۴۰۲)

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ويلي، اسلامي امارت په تېر کې د هېواد د آزادۍ لپاره جهاد کاوه؛ خو اوس د شریعت د پلي کولو او د هېواد د پرمختګ لپاره جهاد کوي.

سراج الدین حقاني دغه څرګندونې نن ( دوشنبه د زمري ۱۶ ) لغمان ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له چارواکو، عالمانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې کړې دي.

هغه ویلي: پرون مو د هېواد د آزادولو لپاره د الله تعالی د رضا لپاره جهاد کاوه. نن مونږ د شریعت د پلي کولو، د نظام د استحکام او بقا، د نظام د ځواکمنتیا او د هېواد د سوکالۍ لپاره مبارزه کوو او ټینګ دریږو.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د اسلامي امارت له ځواکونو وغوښتل، چې نرم اوسي، له خلکو سره ښه چلند وکړي او له خپلسرو کړنو دې ډډه وکړي.

نوموړی وایي: نن د شفقت، ترحم او حکومتولۍ وخت دی. زمونږ غیرت په تواضع او ښه چلند کې نغښتی دی.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي دا ټینګار هم کړی؛ هغو کسانو، چې د اسلامي امارت په شل کلنه مبارزه کې برخه نه‌ده اخیستې هم زمونږ وروڼه دي؛ له دوی ستاینه کوو؛ له کدرونو یې استفاده کوو او هغو ته د خدمت زمینه برابروو.

Trending

Exit mobile version