Connect with us

تازه خبرونه

زوی مې له ۱۷ کلونو راپدیخوا د ګوانتانامو په زندان کې بندي دی – بي بي صفورا

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۹, ۱۴۰۲

په کابل کې یوه کورنۍ ادعا کوي، چې د دې کورنۍ یو غړی له تېرو ۱۷ کلونو راپدیخوا په ګوانتانامو زندان کې بندي دی.

د دغې کورنۍ غړي وايي، چې د دوی د کورنۍ دغه غړی محمد رحیم نومېږي او له اووه‌لس کلونو راپدیخوا په ګوانتانامو زندان کې بندي دی.

دوی له اسلامي امارت غواړي، چې د محمد رحيم د خلاصون لپاره له امريکا سره خبرې اترې وکړي، چې نوموړی خوشې شي.

د محمد رحیم مور بي بي صفورا ادعا کوي، چې زوی یې اووه‌لس کاله مخکې د پاکستان له لاهور ښاره نیول شوی او د ګوانتانامو زندان ته لېږدول شوی دی.

بي بي صفورا وايي؛ محمد رحيم شات پلورل او تر څنګ یې ديني درسونه زده‌کول.

هغه د دې کار پړه پر پاکستان اچوي.

نوموړې ويلي؛ د سره صلیب له لارې له خپل زوی سره په اړیکه کې دي او ځینې وختونه دوی د لیکونو له لارې د یو او بل پوښتنه کوي.

د دې کورنۍ نورو غړيو هم ادعا کړې؛ محمد رحیم د اسلامي امارت په لومړي پېر کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په څانګه کې کار کړی او دا مهال په ګوانتانامو زندان کې وروستی افغان بندي دی.

دوی له امریکا غواړي، چې محمد رحیم خوشې کړي.

د دې کورنۍ بله هیله دا ده، چې اسلامي امارت باید د دوی د زوی د خلاصون لپاره کار وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ دا موضوع تعقیبوي او له امریکایانو سره یې په لیدنو کې هم مطرح کړې ده.

محمد داوود؛ د محمد رحیم کشر زوی دی، چې د پلار له نیول کېدو وروسته دوه کلن شو. داوود اوس لوی شوی دی؛ خو هیله لري، چې یوه ورځ خپل پلار د خپلې کورنۍ په ګرمه غېږ کې وویني.

دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې د اسلامي امارت غړی بشر نورزی له ګوانتانامو زندانه خوشې شو.

International Sports

مسي د نړیوال جام په ګول‌وهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ

د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.

Published

on

لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.

د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.

مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.

مسي اته ځله د طلایي‌توپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرله‌پسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایي‌توپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قطر د رأس لفان په صنعتي ښار کې د مایع طبیعي ګاز د پروسس په مرکز کې د شوې چاودنې له کبله، چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ او ‌ژوبله اوښتې، له قطر سره خواخوږي ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د قطر له دولت او ولس او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله کړې ده.

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Published

on

 

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.

د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117