نړۍ
زیلینسکي، د روسي ځواکونو د یرغل د سلمې ورځې په درشل کې د بریا ادعا وکړه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې د برید د سلمې ورځې په درشل کې ژمنه کړې، چې بریالیتوب به زمونږ وي او له هېواده دفاع روانه ساتي.
هغه ویلي: ولسمشر دلته دی، زمونږ ملګرتیا او ډله پراخه ده. د اوکراین وسلوال ځواکونه دلته دي او تر ټولو مهمه، زمونږ د هېواد خلک دلته دي. مونږ له سل ورځو راپدیخوا له اوکراین دفاع کوو.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ لویدیځ هېوادونه په دې باور ول، چې روسیه به په څو ساعتونو کې اوکراین اشغال کړي؛ خو دغه هېواد له اوکراین سره له درې میاشتو راپدیخوا په جګړه کې دی.
یاده سرچینه زیاتوي؛ د اوکراین له پلازمېنې څخه د روسیې له وتلو سره سره دغه هېواد پر ختیځو سیمو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
اوکرایني ځواکونو د جمعې پر ورځ (د جون پر دیارلسمه ) د هېواد په ختیځ کې د سیویرو دونیتڅک د صنعتي ښار د یوې برخې کنټرول ته دوام ورکړ؛ ځکه، چې روسیې خپل ځواکونه د ښار د نیولو او د لوهانڅک سیمې د کنټرول لپاره جګړې ته اړ کړل.
د رویټرز په وینا، د پنجشنبې پر ورځ (د غبرګولي دولسمه) بهرنيو رضاکارو ځواکونو، چې له روسي ځواکونو سره یې جګړې ته مټې رابډوهلي ښار ته ننوتل او د روسي ځواکونو پر ضد جګړې ته چمتو دي.
۲۲ کلن زوراب ویلي، چې دا جګړه د ګرجستان لپاره هم ده او وایي: مونږ به روسان شاتګ ته اړ کړو. دا مهمه نده، چې یوه ورځ، میاشت یا یو کال جنګیږو. مونږ د تاریخ په ښي خوا کې یوو او ډاډ ترلاسه کوو، چې مونږ ټول له خپلو کورنیو سره کور ته راګرځو. مونږ ډاډه یوو، چې نیواکګر به له جګړې لاس واخلي.
په هرحال لیسیچانڅک د لوهانڅک په اړوند سیمو کې یوازنی ځای دی، چې اوس هم د اوکرایني ځواکونو تر څارنې لاندې دی.
د لیسیچانڅک اوسیدونکي برښنا او اوبو ته له لاسرسي پرته ژوندي پاتې کېدو ته مبارزه کوي؛ ځکه، چې روسیې په سیمه کې تسلط سخت کړی او له انټرنیټ او ګرځند شبکو یې بې برخې ساتلي دي.
په داسې حال کې د اوکراین د پلازمېنې کیف اوسیدونکیو پرون په دغه ښار کې د روسیې له وسلو ننداره کړې او د بریا په هیله یې ویلي: مونږ ډېر پیاوړي یوو، تر هغه، چې مونږ فکر کاوه ډېر پیاوړي یوو. مونږ به خامخا جګړه وګټو. مونږ سل په سلو کې ډاډمن یوو.