تازه خبرونه
سالنګي: د هېواد د امنيتي وضعيت ارزونه به ژر د ملي امنیت شورا ته وسپارل شي
د كورنيو چارو وزارت وايي، تر يوې ورځې پورې به د هېواد د امنيتي وضعيت ارزونه د افغانستان د ملي امنيت شورا ته وسپارل شي.
د كورنيو چارو وزارت مرستيال وايي، چې د هېواد له سويل، لوېديځ او ختيځ زونو څخه ارزونې ښې دي او تمه لري، چې د شمال امنيتي ارزنې پايله هم ښه وي.
د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال محمد ايوب سالنګي د شمال د امنيتي وضعیت د ارزونې په موخه مزارشريف ته سفر كړى.
هغه وايي، غواړي، چې د دغه ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه له واليانو او امنيتي مسئولينو واوري او له مسئولينو سره په همغږۍ يې لارې چارې وسنجوي.
نوموړی زیاتوي، د ټول هېواد د امنيتي وضعيت ارزونه به ژر د ملي امينت شورا ته وسپاري.
سالنګي همدارنګه وايي، د سويل، لوېديځ او ختيځ ارزونې د قناعت وړې وې او په ډېرو سيمو كې د ټاكنو د دوهم پړاو د امنيت د ټينګښت زمينه مساعده ده.
د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاكنو وروسته په شمال كې وسله والو طالبانو خپل فعاليتونه ډېر كړي او حتى د بدخشان د يمګان ولسوالۍ یی تر درېيو ورځو پورې په واك كې وساتله.
په بلخ کې د شاهین قول اردو قوماندانزلمی ویسا وايي، چې طالبان په دغه ولايتونو كې د امنيت په ټينګولو كې ناكام دي او په شمال كې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په شمال كې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاكنو په درشل كې په دې وروستيو كې د وسله والو مخالفينو بريدونه ډېر شوي او ښايي، چې د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال هم د همدې ارزونې په موخه دغه ولايتونو ته سفر كړى دى.