ساینس او ​​ټیکنالوژي

سامسنګ په سویلي کوریا کې د څېړنې او ودې مرکز جوړوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۰, ۱۴۰۱)

سامسنګ د شنبې پر سهار په ډاګه کړې؛ په سویلي کوریا کې یې د څېړنې او ودې د نوي مرکز د جوړولو بهیر پیل کړی او په پام کې ده، چې تر ۲۰۲۸ کال پورې په دغه مرکز کې د حافظې کارتونو د تولید لپاره پر نویو تکنالوژیو د ۱۵ میلیارد دالرو پر ارزښت پانګونه وکړي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ سامسنګ، چې اوس د حافظې کارتونو تر ټولو لوی جوړونکی او په نړۍ کې د پروسس کوونکیو دوه یم لوی قرارداد جوړونکی دی؛ په ډاګه کوي، چې دا نوی څېړنیز مرکز د سیول په سویل کې جوړيږي. د حافظې کارتونو راتلونکي نسل ته د اوږد مهاله پلان پربنسټ به د نوې تکنالوژۍ د ودې په اړه پرمختللې څېړنې رهبري کړي.

سامسنګ دا هم څرګنده کړې؛ دوی هڅه کوي، چې د حافظې کارتونو د صنعت محدودیتونه لرې کړي.

د سامسنګ وارث لی جای یونګ، چې په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ بخښنه ترلاسه کړې او د شرکت د مرستیال په توګه خپل کار ته راستون شوی؛ د نوې څېړنې او ودې مرکز لپاره د بنسټ ایښودلو په مراسمو کې حاضر و. د سامسنګ یو شمېر لوړ پوړیو مدیرانو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

د سامسنګ وارث لی جای یونګ له کارمندانو سره بېلابېلې لیدنې وکړې او بیا یې د شرکت له مسوولینو سره وکتل، چې د نویو تکنالوژیو د کارولو د څرنګوالي او بازار موندنې په اړه بحث وکړي.

Trending

Exit mobile version