1393ټاكنې
سانچارکي: د رایو د تفتیش پروسه نمایشي ده
د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وایي، چې د رایو د تفتیش په نمایشي پروسه کې ګډون نه کوي. د دغې ټاکنیزې ډلې ویاند وایي، له ناپاکو رایو د پاکو رایو د جلا کولو لپاره د یوناما طرحه نیمګړې ده او د دوی څارنه هم نه شي کولای پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړي.
د یوناما طرحې هم ونه شوای کړی، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د رایو د تفتیش پروسه پېل کړي.
د اصلاحاتو او همپالنې د ټاکنیزې ډلې غړی سید آغا فاضل سانچارکي وایي، د رایو د تفتیش پروسه نمایشي ده.
خو د تحول او تدوام د ټاکنیزې ډلې غړی داود سلطان زوی د رایو تفتیش د پروسې د ودرېدو له امله خواشینې ده، هغه هم دې حد کې، چې سیالې ډلې ته عذر کوي.
دا ټاکنیزې لانجې د نوي حکومت ماموریت لا پسې ستونزمنوي. نوی دولت دنده لري، چې له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک کړي او بله مهمه خبره دا ده، چې د ناټو په جوړېدونکې سرمشریزه کې به د افغانستان په استازیتوب څوک ګډون کوي.