تازه خبرونه
سبا چارشنبه د لیندۍ ۱۶ به د نجونو د دولسم ټولګیو کلنۍ ازموینه واخیستل شي
د پوهنې وزارت سبا چارشنبه د لیندې پر شپاړسمه په ټول هېواد کې د دولسم ټولګیو له ښځينه زدکوونکیو څخه د ۱۴۰ جوړو شویو پوښتنو یوه ورځنۍ ازموینه اخلي.
د پوهنې وزارت په یوه نوي اقدام کې له زدکړو څخه د بې برخې شویو د دولسم ټولګیو له ښځینه زدکوونکیو غواړي، چې نهه میاشتنی سفر په یوه ورځ کې بشپړ کړي.
دا وزارت غواړي، چې له یوې عمومي ازموینې وروسته د دولسم ټولګیو ښځینه زدکوونکیو ته ارتقا ورکړي.
د پوهنې وزارت په څرګندونه کې راغلي، چې دې ازموینې ته به درې ساعته وخت ورکړ شي.
د پوهنې وزارت د اعلامیې له مخې؛ ټاکل شوې، چې د لیندۍ پر شپاړسمه کلنۍ ازموینه واخیستل شي او نجونې به د ۱۴۰ پوښتنو پر ځوابولو له ښوونځي فارغې او د کانکور په ازموینه کې ګډون ته چمتو شي.
د دولسم ټولګي ازموینه به د روان هجري لمریز کال د لیندۍ په ۱۶ مه نېټه په یوه ورځ کې واخیستل شي او نجونې مکلفې دي، چې پوښتنې په درې ساعتونو کې حل کړي.
ازموینه به د سهار له ۹ بجو څخه د ماسپښین تر ۱:۰۰ پورې روانه وي. د دولسم ټولګي له ټولو مضامینو څخه ۱۴۰ پوښتنې برابرې شوي دي.
له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له ازموینې دمګړۍ محرومې دي. یوازې د دولسم ټولګیو ښځینه زدکوونکیو ته د لوړو زد کړو زمینه برابریږي.
ځينې په دې باور دي، چې په ټولګیو کې له زدکړو او درس لوستلو پرته د زدکوونکیو ارتقا په هېواد کې بې مخینې عمل دی.
دوی وايي، چې دا ډول پرېکړې د هېواد په تعلیمي نظام یو ستر ګوزار هم کیدای شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو د ژغورنې صندوق په یوه راپور کې ویلي؛ په افغانستان کې ښځینه ښوونکې د دوی د خوښې خلاف په کم عمره کارګرانو بدلې شوي، چې اوس په کروندو کې کار کوي او یا هم د څارویو ساتنه کوي.