تازه خبرونه
سبرینا اوګولیني د افغانستان لپاره د ایټالیا د سفارت نوې چارسمبالې وټاکل شوه
نوموړی به په قطر کې خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه تر سره کوي.
د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ سبرینا اوګولیني یې د افغانستان لپاره د خپل هېواد د نوې استازې په توګه ټاکلې ده.
نوموړی به په قطر کې خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه تر سره کوي.
د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: یوګولیني ویلي، چې دا دنده پر ویاړ مني؛ د ښځو او نجونو په ګډون د بشري حقونو لپاره کار به یې لومړیتوب وي.
هغې په افغانستان کې د بشردوستانه چارو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا هم ټینګار کړی دی.
سبرینا اوګولیني پر ۱۹۶۸ کال د ایټالیا په روم ښار کې زیږیدلې او له ۱۹۹۲ کال راپدېخوا په ډیپلوماټیکې چارې ترسره کوي؛ خو د سوداګرۍ په برخه کې ځانګړی تخصص لري.
اویل کیږي، چې له دې مخکې په افغانستان کې د ایټالیا د سفارت چارې له دوحې څخه د ایټالیا د سفارت چارسمبالې ناټالیا کوینټاویل پر مخ وړلې.
