ساینس او ​​ټیکنالوژي

ستورپوهانو په کهکشانونو کې د زړه درزا ته د ورته سیګنالونو له ترلاسه کولو خبر ورکړی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۱)

د ماساچوست تکنالوژۍ انسټیټیوټ ستورپوهانو په ډاګه کړې، چې دوی له ځمکې څخه د میلیاردونو نوري کلونو پر واټن لرې کهکشان څخه راډیوي سیګنالونه ترلاسه کړي، چې د انسان د زړه درزا ته ورته دي.

ستورپوهان څرګندوي، چې تر اوسه یې د راډیويي څپو دقیق ځای ندی په ګوته کړی؛ خو دوی شک لري چې د سیګنالونو سرچینه به یو نیوتروني ستوری وي، چې د لوی ستوري له نسکورو شويو هستو څخه جوړ شوی.

د ستورپوهانو د څرګندونو له مخې، دا سیګنالونه پرلپسې ترلاسه کیږي او د هر سیګنال وخت درې ثانیې دی، چې په تناوبي بڼه د انسان د زړه درزا ته ورته دي.

د پوهنتون څېړونکی ډینیل میچیلي وايي: دا هغه لومړني دوره ای سیګنالونه دي، چې له کهکشانونو څخه ترلاسه شوي. دا نه یوازې اوږده دي، بلکې خورا دقیق او منظم ځمکې ته رارسیدلي.

Trending

Exit mobile version