تازه خبرونه
سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له مشر سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د سې شنبې پر ورځ په بشردوستانه چارو کې د م.م له عمومي منشي مارتین ګریفیتس سره وکتل او د ښځو د حقونو په ګډون یې پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړې.
کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې: ګریفیتس ویلي، چې په افغانستان کې یو څه پرمختګ شوی؛ خو مونږ باید د یو بل پر کړنو نیوکه ونکړو؛ ځکه، چې ډېرې نیوکې د پوهاوي مخه نیسي او ستونزې رامنځته کوي. د ښځو تعلیم او کار هغه اساسي حقونه دي، چې مونږ یې د خوندي کولو غوښتنه کوو.
سراج الدین حقاني ویلي، چې هیڅ کله هم له تعلیم څخه د نجونو د بې برخې کولو وړاندیز ندی شوی؛ خو د ښوونې او روزنې د سیستم په اړه، چې د حل وړ دی د نظر اختلاف شته دی.
د کورنيو چارو وزیر وایي: د تعلیم او تحصیل په مسئله کې د دایمي محرومیت بحث مطرح ندی… دا زمونږ خپل ضرورت دی او د دې ولس د خپلې هوساینې تقاضا هم ده.
هغه دا هم ویلي؛ ټول افغانان باید کار وکړي، چې افغانستان پر ځانبسیا شي او د دې کار یوه لاره د زدهکړې له لارې ده.
نوموړی وایي، چې له څو لسيزو وروسته په افغانستان کې يو متحد او خپلواک دولت رامنځته شوى دى. او امنیت هم ټینګ دی.