تازه خبرونه

سرپرست والیان د افغانستان خلکو ته ستره ستونزه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرگي یو شمېر غړي وایي، چې ولسمشر باید ډېر ژر نوي والیان وروپېژني؛ ځکه، چې دا د افغانستان خلکو ته یو ستره ستونزه ده.

د ولسي جرگې غړی اسدالله سعادتی وایي، د جرگې غړي د سرپرستو والیانو کار ناقانونه بولي او زیاتوي، چې د قانون له مخې سرپرست والیان تر دوه میاشتو د کار کولو حق لري.

د ولسي جرگې غړی نذیراحمد حنفی وایي:

د ۳۳ ولایتونو د سربرستو والیانو له کار څخه دوه میاشتې تېرې شوې دي.

د نوموړي په وینا؛ له کندوز ولایت پرته حکومت نه دی توانیدلی، چې نورو ۳۳ ولایتونو ته نوي والیان وروپېژني.

د ولسي جرگې غړي زمرک پادخوابي او سیمین بارکزۍ د والیانو سرپرست پاتې کیدل خلکو ته ستره ستونزه نوموي.

دوی حکومت گواښلی، چې که نوي والیان ژر معرفي نه شي؛ ولسمشر او اجرائیه رییس به په خلکو کې خپل گټلی نوم له لاسه ورکړي.

د کارپوهانو په باورپه افغانستان کې له قانون څخه د حکومت سرغړونه نوې خبره نه ده. حتا د ټاکنو د ترسره کولو پر مهال هم له قانون څخه د سرغړونې یو شمېر کارونه تر سره شوي دي.

ولسمشرۍ او اجرائیوي ریاست تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version