لوبی
سریلانکا به د افغانستان او پاکستان د کرکت سیالیو کوربه وي
(Last Updated On: زمری ۷, ۱۴۰۲)
د راپورونو له مخې؛ سریلانکا به په هامبانتوتا ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو کوربه هېواد وي.
دغه لوبې به د افغانستان پر کوربهتوب د سریلانکا په هامبانتوتا ښار کې ترسره شي.
تر اوسه د دغو لوبو د رسمي وخت په اړه څه ویل شوي نهدي؛ خو تمه ده، چې د اګست په درېیمه اوونۍ کې دا درې لوبې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سریلانکا کرکت بورد مشر شمي سیلوا د سې شنبې پر ورځ ( د زمري ۳ / د جولای ۲۵) په یوه خبري کنفرانس کې تائید کړې، چې د دغو سیالیو په اړه له افغانستان کرکت بورد سره په اړیکه کې دي.