تازه خبرونه
سر له نوي زېږدیز کال افغانان له اجازې پرته په اسلامآباد کې اوسېدلی نشي – پاکستان
له هغې وروسته، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ملاتړ په زرګونه لاریړنکوونکي له اسلامآباده وویستل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل: د مرغومې له یوولسمې / د ډسمبر له یودېرشمې وروسته افغان وګړي نشي کولی، چې له اجازې پرته اسلامآباد ته ننوځي. که دوی غواړي [دلته] په اسلامآباد کې ژوند وکړي؛ باید د مرستیال کمشنر له دفتر څخه اجازه ترلاسه کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ اوومه) ویلي، چې د روان کال د مرغومې له یوولسمې / د ډسمبر له یودېرشمې څخه افغانان د پولیسو له اجازې پرته په اسلامآباد کې ژوند نشي کولی.
له هغې وروسته، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ملاتړ په زرګونه لاریړنکوونکي له اسلامآباده وویستل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل: د مرغومې له یوولسمې / د ډسمبر له یودېرشمې وروسته افغان وګړي نشي کولی، چې له اجازې پرته اسلامآباد ته ننوځي. که دوی غواړي [دلته] په اسلامآباد کې ژوند وکړي؛ باید د مرستیال کمشنر له دفتر څخه اجازه ترلاسه کړي.
محسن نقوي په دې اړه نور معلومات ورنکړل؛ خو ویې ویل، چې د اسلامآباد پولیس چارواکي به په راتلونکیو ورځو کې جزئیات شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامآباد د پولیسو مشر سید ناصر علي رضوي ویلي، چې د عمران خان پر ملاتړ په لایون کې د ۵۶ افغانانو په ګډون شاوخوا زر لاریونکوونکي نیول شوي؛ خو نوموړي پدې اړه نور جزئيات ورنکړل.
د تېر کال په نومبر میاشت کې د پاکستان حکومت له اسنادو پرته د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړه او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ويلي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له پېنځلسمې څخه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر دېرشمې پورې شاوخوا ۵۸۸ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته جبري او پخپله خوښه ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ د نومبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ۲۹ زره ۵۹۲ هغه کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، چې قانوني اسناد یې نه درلودل او له هغه هېواده په جبري ویستل شوي دي.