لوبی
سعودي عربستان د ارجنتاین پر وړاندې له بریا وروسته عمومي رخصتي اعلان کړه
د سعودي عربستان حکومت د ارجنتاین پر وړاندې په نړیوال جام کې د دغه هېواد د ملي لوبډلې له بریا وروسته عمومي رخصتي اعلان کړه.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سې شنبې پر ورځ د لیندۍ پر لومړۍ/ د نومبر۲۲ د ولیعهد محمد بن سلمان وړاندیز ومانه او اعلان یې وکړ، چې د چارشنبې پر ورځ (د نومبر ۲۳ ) په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
د دې ترڅنګ سعودي عربستان هر لوبغاړي ته پېنځه میلیون ریاله د ډالۍ په توګه ورکړي دي. دا پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې د سعودي عربستان فوتبال لوبډلې د ارجنتاین ملي لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه.
په دې سیالۍ کې سعودي عربستان لومړۍ نیمايي ارجنتاین ته وخت ورکړ؛ خو په دوه یمه نیمايي کې یې دوه ګولونه ورکړل او دا لوبه یې وګټله.
