تازه خبرونه

سعودي عربستان سږکال د ۳ افغانانو په ګډون له ۱۰۰ ډېر کسان اعدام کړل

د سعودي د دولتي رسنیو د راپور له مخې؛ د شنبې پر ورځ ( د لړم  شپږویشتمه ) د سعودي عربستان د جنوب لویدیځ په نجران ښار کې یو یمني وګړی د نشه‌یيتوکو د قاچاق پر جرم اعدام شو.

Published

on

د فرانس پرس خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په سعودي عربستان کې سږکال د درې افغانانو په ګډون له ۱۰۰ ډېر بهرنيان اعدام شوي، چې دا د تېرو دوه کلونو پر پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.

د سعودي د دولتي رسنیو د راپور له مخې؛ د شنبې پر ورځ ( د لړم  شپږویشتمه ) د سعودي عربستان د جنوب لویدیځ په نجران ښار کې یو یمني وګړی د نشه‌یيتوکو د قاچاق پر جرم اعدام شو.

 فرانس پرس، چې د سعودي حکومت د راپورونو او رسمي اعلانونو پر بنسټ خپلې احصائې چمتو کوي ویلي، چې د دې یمني وګړي له اعدام سره سږکال په سعودي عربستان کې د اعدام شویو بهرنیو وګړو شمېر ۱۰۱ ته رسېدلی دی.

په۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې هر کال سعودي حکومت ۳۴ بهرنيان اعدام کړي، چې پر بېلابېلو جرمونو تورن ول.

په آلمان کې میشت د اروپا- سعودي بشري حقونو بنسټ ویلي، چې سږ کال په سعودي عربستان کې د بهرنیو اتباعو د اعدام کچه خورا لوړه وه.

د دې بنسټ حقوقي مسوول طه الحاجي ویلي: دا په یوه کال کې د بهرنیو وګړو د اعدام تر ټولو لوی شمېر دی. سعودي عربستان هیڅکله په یوه کال کې ۱۰۰ بهرنیان ندي اعدام کړي.

سعودي عربستان تل د اعدام د سزا د پلي کولو له کبله د بشري حقونو د ټولنو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.

د بښنې نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ له چین او ایران وروسته سعودي عربستان په ۲۰۲۳ کال کې درېیم هېواد و، چې تر ټولو زیات اعدامونه یې کړي دي.

فرانس پریس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې په سعودي عربستان کې د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د نومبر تر ۱۷ پورې ټولټال ۲۷۴ کسان اعدام شوي دي.

د درې افغان وګړو تر څنګ ۲۱ پاکستانیان ۲۰ یمنيان ۱۴ د سوریې ۱۰ د نایجریا ۹ مصريان ۸ د اردن او ۷ ایتوپیایان ۳ سعودي وګړي ۳ هنديان او یو- یو د سریلانکا، اریټریا او فیلیپینیان په سعودي عربستان کې اعدام شوي دي.

په ۲۰۲۲ کې له درې کلن ځنډ وروسته سعودي عربستان د هغو کسانو اعدام بیا پیل کړ، چې د نشه‌یي  توکو د قاچاق اړوند جرمونو کمیسیون پورې تړاو لري.

سږ کال په سعودي عربستان کې د نشه‌يي توکو د جرمونو په تړاو ۹۲ کسان اعدام شوي، چې ۶۹ یې بهرنیان دي.

Trending

Exit mobile version