تازه خبرونه

سعودي له افغان کروندګرو سره ۱ میلیون ډالر مرسته وکړه

دا مرسته، چې د افغانستان د بشري مرستو وجهي صندوق له لارې چمتو او د اسلامي پراختیایي بانک (IsDB) له‌خوا اداره کیږي؛ د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو یوه برخه ده، چې بشري اړتیاوو ته ځواب ووایي، ځان بسیاینې ته وده ورکړي او په سختو اقتصادي شرایطو کې د افغان بزګرانو ملاتړ وکړي.

Published

on

د افغانستان د بشري مرستو وجهي صندوق (AHTF) او د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د یوه تړون پر لاسلیک کولو له سعودي پراختیایي صندوق (SFD) څخه په افغانستان کې د کرنې د ښه‌کېدا او د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره ۱ میلیون ډالر پراختیایي مرسته ترلاسه کړې ده.

دا مرسته، چې د افغانستان د بشري مرستو وجهي صندوق له لارې چمتو او د اسلامي پراختیایي بانک (IsDB) له‌خوا اداره کیږي؛ د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو یوه برخه ده، چې بشري اړتیاوو ته ځواب ووایي، ځان بسیاینې ته وده ورکړي او په سختو اقتصادي شرایطو کې د افغان بزګرانو ملاتړ وکړي.

د تړون پر بنسټ دا پروژه به د ICRC له‌خوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په ملګرتیا کې پلي شي. د پروګرام اصلي تمرکز د کوچنیو بزګرانو پیاوړتیا، د تولیدي میټودونو ښه کول او د خوړو د ناامنۍ پر وړاندې د ټولنې ټینګار لوړول دي.

د ICRC د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي په کرنه کې کار کوي، چې اوسمهال له پراخو ننګونو سره مخ دي. دا پروژه هڅه کوي، چې د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروګرامونو له لارې د کاري فرصتونو رامنځته کولو، کرنیزو بېخبناوو بیارغونې او د اوبو مدیریت پیاوړي کولو له لارې د کرنې او ځمکې ساتنې لپاره غوره شرایط رامنځته کړي.

په افغانستان کې د سره صلیب د پلاوي مشرې کاټرینا ریټز ویلي: “د سیمه‌ییزو بزګرانو له ځواکمنولو سره مونږ نه‌یوازې د سمدستي خوراکي توکو رسول پیاوړي کوو، بلکې د اوږدمهاله ثبات او ټینګار په پیاوړتیا کې هم مرسته کوو.”

په ترکیه کې د اسلامي پراختیایي بانک د سیمه‌ییز دفتر مشر ډاکټر ولید عبدالوهاب ویلي:”دا ملګرتیا ښیي، چې اغېزمنې ملګرتیاوې کولی شي سترې بشري ننګونې راکمې کړي. مونږ د سعودي پراختیایي صندوق د دې ارزښتناکې مرستې له کبله مننه کوو.”  

د دې پروګرام په چوکاټ کې:

له دې خدماتو څخه له ۱۰ زره څخه ډېر خلک ګټه پورته کوي.

۷۶۱ بزګرو کورنیو ته مالي مرسته رسیږي.

۶۳ بزګران به د کرنې، آفتونو د مدیریت او اوبو لګولو په برخو کې ځانګړې روزنه ومومي.

۵۰۰ خلک به د کار په بدل کې د دوامداره نغدو پیسو په پروژو کې له کار برخمن شي.

اسلامي پراختیایي بانک او سره صلیب پخوا هم په افغانستان کې بریالۍ همکاري درلوده؛ په ۲۰۲۲ کال کې اسلامي پراختیایي بانک د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له روغتیایي پروګرام ملاتړ وکړ، چې له ۴۰ څخه زیاتو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته یې تجهیزات او درمل رسولي او شاوخوا ۱.۷ میلیون خلکو ته یې خدمات وړاندې کړي دي.

د دې نوې پروژې له پیلېدا سره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرنې سکټور د پیاوړتیا او د خوړو د ناامنۍ د کمولو لپاره هیلې زیاتې شوې دي.

Trending

Exit mobile version