بی بی سی پښتو
سعودۍ محکمې د لجین الهذلول د استیناف غوښتنه رد کړه
د سعودي د ښځو د حقونو د مدافعې لجین الهذلول کورنۍ وايي، ددې هېواد د جزا ځانګړې محکمې د هغې د استیناف غوښتنه رد کړې ده.
الهذلول تېره میاشت له کابو درې کلن بند وروسته خوشې شوه، خو له هېواده پر وتلو یې د پنځو کلونو لپاره بندیز لګول شوی او ځینې نور محدودیتونه هم پرې وضع شوي دي.
د هغې خور د چارشنبې په ورځ وویل، محکمې د هغې په حق کې شوې پرېکړه تایید کړې ده، چې نوموړې پکې د ترهګرۍ ضد قانون په ماتولو تورنه شوې ده.
الهذلول ټینګار لري چې هېڅ کوم جرم یې نه دی کړی او تاکید یې دا دی چې ددې په ربړولو تورن چارواکي باید عدالت ته راکش کړل شي.
دې ۳۱ کلنې فعالې په سعودي کې ښځو د موټر چلولو د جواز ورکولو په کمپاین کې رغنده رول لوبولی دی.
چارواکو د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې پر ښځو د موټر چلولو د بندیز له لیرې کېدا څو اونۍ مخکې د ولیعهد محمد بن سلمان په امر د مخالفانو د ځپلو یوه کمپاین په لړ کې د الهذلول په ګډون ۱۲ نورې فعالانې هم ونیولې.
- ملګري ملتونه: لجین الهذلول دې خوشې شي
- سعودي د ښځو حقونو فعاله لجین الهذلول تر زرو ورځو بند وروسته خوشې کړه
- سعودي “څلور فعالانې په موقت ډول خوشې کړې”
- سعودي عربستان ولې ‘اووه ښځینه فعالانې نیولې’
الهذلول د بند لومړنیو درېیو میاشتو کې له بهرنۍ نړۍ ډېره لیرې ساتل شوې او ان له خپلې کورنۍ او وکیلانو سره یې د لیدو او خبرو اجازه هم نه لرله.
وروسته د بشر حقونو ټولنو وویل چې مستنطقینو الهذلول ربړولې ده او درې نورې فعالانې یې شکنجه کړې ده، برېښنايي شارټونه یې ورکړي او د جنسي تېري ګواښ یې ورته کړی.
خو د سعودي حکومت له الهذلول سره د ناوړه چلن تورونه ردوي.
په تېره ډیسمبر میاشت کې، محکمې الهذلول په پنځو کلونو او اته میاشتو بند محکومه کړې وه.
پر هغې تور و چې د سعودي په خاوره کې یې ملي امنیت ته د زیان رسولو او له بهرنیو کړیو سره د جاسوسي چوپړ هڅه کړې ده.
سعودي چارواکو ویلي، دا تورونه له بهرنیو دیپلوماتانو سره د راشه درشه، خواله رسنیو او د فعالانو له ډلو سره تړاو لري، خو په ملګرو ملتونو کې د بشر حقونو کارپوهانو دا تورونه “پر هغې پورې تړل شوي دروغ” خبرې بللي دي.
تېره اونۍ د محکمې په یوه ناسته کې قاضي له الهذلول وپوښتل چې ایا پر مخکېنیو کړنو پښېمانه ده.
د لجین ورور پر ټویټر لیکلي، د هغې ځواب دا و چې “په ټول توان دا ردوم چې د نړیوالو او سیمه ییزو قوانینو پر وړاندې ما هېڅ کوم جرم نه دی کړی. نو په کوم اساس زه پښېماني وښیم؟”.