تازه خبرونه
سلیم ساپی په ټسټ لوبه کې له ځلېدنې وروسته، د هند پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو ته غوره شو
سلیم په لومړي سر کې یوازې د هند پر وړاندې د ټسټ لوبې لپاره غوره شوی و؛ خو د هغه ښې لوبې دې ته لاره هواره کړه، چې یو ورځنۍ لوبډلې ته هم وبلل شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپاچوونکی محمد سلیم ساپی د هند پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لپاره لوبډلې ته غوره شو. ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د راتلونکې اوونۍ د شنبې پر ورځ د هند په درمسالا ښار کې پیل شي.
سلیم په لومړي سر کې یوازې د هند پر وړاندې د ټسټ لوبې لپاره غوره شوی و؛ خو د هغه ښې لوبې دې ته لاره هواره کړه، چې یو ورځنۍ لوبډلې ته هم وبلل شي.
نوموړي په ټسټ لوبه کې شپږ لوبغاړي وسوځول او سره له دې، چې د لوبغالي شرایط د چټکو توپاچوونکو پر ګټه نه ول؛ خو په ساعت کې نږدې ۱۴۰ کیلومټره چټکه توپاچونه وکړه.
دغه راز د ESPNcricinfo اوبپاڼې د راپور له مخې؛ د افغانستان مخکښ سپینر راشد خان او تجربهلرونکی آلراونډر محمد نبي په موهالي کې د لوبډلې د وروستۍ روزنې ګډونوال نهول.
د راپور له مخې، تمه ده راشد خان په درمسالا کې له لوبډلې سره یوځای شي؛ خو محمد نبي له ناروغۍ د رغېدا په حال کې دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي ریچارډ پایبَس د محمد سلیم له ټسټ لوبې ستاینه کړې او هغه یې «ځانګړی» بللی دی.
پایبَس ویلي: «هغه په سخته ګرمي او د پیاوړو توپوهونکو پر وړاندې شپږ لوبغاړي وسوځول؛ دا نه یوازې د ده، بلکې د ټولې لوبډلې لپاره ستره لاستهراوړنه ده.»
د افغانستان روزونکي زیاته کړې، د لوبډلې له روزنې وروسته اوس هم د لوبغاړو وړتیاوې او ترکیب ارزوي.
هغه همدارنګه ویلي، چې سلیم پخوا د بدني چمتووالي له ځینو کوچنیو ستونزو سره مخ و او د روزونکي پلاوي له پرلهپې پاملرنې به بې برخې پاتې نهشي.
د یادونې ده، چې د افغانستان او هند ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ د راتلونکې اوونۍ د شنبې پر ورځ پیلېږي او لوبې به یې د آریانا راډیو ټلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرې شي.