تازه خبرونه

سناتور انجينر احسان الله بيات د ۱۳۹۲ل كال غوره شخصيت و پېژندل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آزادي راډيو له ۱۳۸۶ كال را په ديخوا يو داسې پروگرام پيل كړى، چې له مخې يي هر كال د خلكو د رايو پر بنسټ د كال شخصيت راپېژندل كيږي.

په دې بهير كې د ۱۳۹۲ل كال شخصيت د بيات بنياد لوى مشر سناتور انجنير احسان الله بيات وپېژندل شو.

په افغانستان كې د آزادي راديو رييس حميد مهمند په وينا، د كال د شخصيت په پېژندنه كې بشردوستانه خدمتونه، ښېگڼه، آزادۍ او ديموكراسۍ ته ژمنتيا، د قانون د حاكميت د تطبيق لپاره مرسته او انساني ارزښتونو ته معتقد كيدل په پام كې نيول كيږي.

له ده مخكې په ۱۳۸۶ل كال كې د ننگرهار پخوانى والي گل آغا شېرزى، په ۱۳۸۷ل كال كې سناتوره اناركلي هنريار، چې له سكانو سره تړاو لري، په ۱۳۸۸ل كال كې د ولسي جرگې غړى رمضان بشر دوست، په ۱۳۸۹ل كال كې افغان سندرغاړى فرهاد دريا، چې غږ يي د سولې پيغام له ځان سره لري، په ۱۳۹۰ل كال كې د امان الله خان لور هنديه، په ۱۳۹۱ل كال كې ناصر سرمست د كال د شخصيت په توگه وپېژندل شول. په ۱۳۹۲ل كال كې دا لقب سناتور احسان الله بيات د خلكو د هوساينې او د افغانستان د بيا رغاونې له كبله تر لاسه كړ.

د بيات بنياد لوى مشر سناتور انجنير احسان الله بيات د دې لقب له گټلو وروسته ژمنه وكړه، چې له دې وروسته به د خپل هېواد د خلكو د هوساينې او نيكمرغۍ لپاره هڅې نورې هم گړندۍ كړي.

سناتور انجنير احسان الله بيات د ارواښاد حاجي خان آغا بيات زوى دى، چې په ۱۳۴۲ لمريز كال كې يي د كابل ښار په شپږمه ناحيه كې نړۍ ته سترگې پرانيستې. ښاغلى بيات په يوه دين داره او روڼ انده كورنۍ كې لوى شو او پلار يي د حبيب لميتد، سنيا لميتد او منصور لميتد سوداگريزو شركتونو رييس و.

سنانور انجنير احسان الله بيات خپلې لومړنۍ زدهكړې په استقلال ليسه كې پاى ته رسولي او د طب پوهنځۍ ته بريالى شو؛ خو د ناسمو شرايطو له كبله يي له خپلې كورنۍ سره لومړى پاكستان ته كډه وكړه او وروسته امريكا ته ولاړ.

نوموړي كلونه كلونه له سختو شرايطو سره لاس او گريوان و؛ خو لوړې زدهكړې يې په انجينري كې بشپړې كړې. د وروستيو درې لسيزو جگړو په اوږدو كې افغانانو ته د مرستو رسولو بېلابېل پړاوونه يې وواهل.

سناتور انجينر احسان الله بيات په ۲۰۰۱م كال كې له نړۍ سره د افغانستان د بيانښلولو لپاره انترنيشنل تيليفون يا آى ان سي په امريكا كې ثبت كړ. لس كاله مخكې يې افغان بيسيم مخابراتي شركت په افغانستان كې جوړ كړ.

هغه په ۱۳۸۳ل كال كې د بيات بنياد بنسټ كيښود. دې بنياد د افغانستان د بيا رغاونې او رغاوې په پروژو كې ډېر كارونه تر سره كړل.

د بيات بنياد بېخبنايي پروژې په زياتو برخو كې متمركزې دي.

نوموړي په ۱۳۸۴ل كال كې آريانا راديو تلويزيون جوړ او فعال كړ.

د بيات د رسنيو مركز يا بي ايم سي شاوخوا درې مياشتې مخكې په پرمختلليو امكانانو او تكنالوژۍ د افغانسنان د رسنيو د ودې لپاره په كار پيل وكړ.

ښاغلى بيات په دري، پښتو، اردو او انگليسي ژبو روانې خبرې كوي. د افغانستان د تاريخ او نړيوالو مسايلو له مطالعې سره ځانگړې مينه لري او د نړۍ څه باندې پنځوس هېوادونو او د افغانستان ټولو ولايتونو ته يې كاري سفرونه كړي دي.

Trending

Exit mobile version