بی بی سی پښتو

سهیلا صدیق؛ لومړنۍ افغان جنراله او پخوانۍ روغتیا وزیره مړه شوه

Published

on

BBC

د افغانستان لومړنۍ جنراله او پخوانۍ روغتیا وزیره سهیلا صدیق د پلازمېنې کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د جمعې په ورځ( د ډیسمبر ۴) په ۷۲ کلنۍ کې مړه شوه.

سهیلا صدیق له نږدې شپږو کلونو راهیسې د هېرې یا الزایمر په ناروغۍ اخته او سردار محمد داود خان روغتون کې یې درملنه کېده.

د افغانستان روغتیا وزیر محمد جواد عثماني د نوموړې مړینه د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه بولي:

“پخوانۍ روغتیا وزیرې پوهاندې سهیلا صدیق د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره ریښتونی او مخلص کار وکړ، نن سهار سرادر محمد داود خان روغتون کې مړه شوه.”

د افغانستان دفاع وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نوموړې مړینه لویه ضایعه بولي.

غبرګونونه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سهیلا صدیق په مړینه خواشیني ښودلې:

“مرحومې د روغتیا وزیرې په توګه د هېوادني روغتیايي نظام پیاوړتیا کې ډېر خدمت وکړ او د هغې مړینه د طبابت ډګر کې لویه ضایعه ده.”

د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله هم د سهیلا صدیق په مړینه خواشیني ښودلې ده:

“ډګر جنراله سهیلا صدیق د طب او پوځ برخه کې د افغانستان مخکښه مېرمن وه، نږدې نیمه پېړۍ یې هېواد ته خدمت وکړ او طبي، پوځي او ټولنه کې د ښځو د ځای تثبیت لپاره حضور یې د ستایلو دی او ترې انکار نه کېږي. “

سهیلا صدیق نږدې څلوېښت کاله د روغتیا برخه کې کار کړی او د سردار محمد خان روغتون مشره او روغتیا وزیره پاتې شوې ده.

خواله رسنیو کې هم د سهیلا صدیق په مړینه خواشیني ښودل شوې او د نورو افغان مېرمنو لپاره بېلګه بلل شوې ده.

سهیلا صدیق څوک وه؟

BBC

سهیلا صدیق د محمد صدیق لور او د کندهار معروف ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه.

هغه پر ۱۳۲۷ لمریز کال کابل کې زېږېدلې او ملالۍ لېسه کې یې زدکړې کړې وې.

کابل کې له طب پوهنځي بشپړولو وروسته یې پخواني شوروي کې تر دکتورا زدکړې کړې وې او هاضمي جهاز کې متخصصه وه.

افغانستان ته په ستنېدو سره یې د سردار محمد داود خان وخت کې د طبي علومو اکېډمۍ په ۴۰۰ بستره روغتون(سردار داود خان روغتون) کې کار پیل کړ.

وروسته د دې روغتون د جراحي برخې مشره شوه.

نوموړې تر پوهاندۍ او ډګر جنرالۍ رتبې ورسېده او د ۱۳۸۱ لمریز کال وروستیو کې د روغتیا وزیره شوه.

BBC
سهیلا صدیق افغانستان کې لومړنۍ جنراله وه او تر ډګرجنرالۍ ورسېده.

نوموړې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم افغانستان کې وه.

د سهیلا صدیق شاګرد او همکار ډاکټر یعقوب نورزي د ۲۰۱۹ کال جولای کې بي بي سي ته وویل، چې د طالبانو واکمنۍ کې به سهیلا صدیق د نارینه جامه کې ګرځېده.

د هغه په خبره، هغه مهال سهیلا صدیق لوڅ مخې ګرځېده او چا به څه نه ورته ویل.

سهیلا صدیق واده ونه کړ او ویل به یې چې د خپل مسلک په خاطر خپل ژوند له چا سره نه ګډوي.

Trending

Exit mobile version