تازه خبرونه

سوداګر، بډايه او عام هېوادوال دې له راستنېدونکیو افغان کډوالو لاسنيوي ته راودانګي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۲)

 د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې کورنیو چارو وزارت چارسمبالي غزني ولایت ته د سفر پر مهال له سيمه ييزو چارواکو، عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او ګڼ‌شمېر ځوانانو سره د لیدنې پر مهال له سوداګرو، بډايه او عامو هېوادوالو وغوښتل، چې له راستنېدونکیو افغان کډوالو سره دې مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني وایي: که څه هم د پاکستان ولس او علماوو د دواړو انقلابونو پر مهال له افغانانو سره ښه چلند وکړ؛ خو د افغان کډوالو په جبر را ايستلو په اړه يې د حکومت وروستۍ پرېکړې د افغانانو په ګډون ټول لوري او اړخونه خفه کړل.

نوموړي زیاته کړې د پاکستان دا ناعادلانه پرېکړه او پلان له ګڼو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوې او هېڅ راز قانوني توجیه نه‌لري.

دغه راز دین حقاني له سوداګرو، بډايه او عامو هېوادوالو وغوښتل، چې د راستنېدونکیو افغان کډوالو لاسنيوي وکړي او دغه راز د سرپناه پر رامنځ ته کېدو سربېره په سوداګریزو چارو کې نرمي او ارزاني ورسره وکړي.

هغه ویلي: په هېواد کې د بیارغاونې او آبادۍ چارې ګړندۍ شوي، جګړه پر امن بدله شوې او د خپلسرو کړنو او ګډوډۍ پر ځای خپلواک او وارث نظام رامنځته شوی دی.

دغه راز هغه د افغانانو ترمنځ پر نرم چلند، تحمل او ورورګلوۍ ټينګار و کړ او له مسوولينو يې و غوښتل، چې د قدرت تر اغېز لاندې رانه‌شي او له خلکو سره ښه چلند او تعامل و کړي.

د غزني والي محمد امین عمري دې ولايت ته د نوموړي سفر ستر ویاړ وباله او په غزني کې د میشتو خلکو پر استازيتوب د یاد وزارت له هڅو او همکاریو مننه وکړه.

نوموړي له ګاونډي هېوادونو څخه په زور راستنېدونکیو افغان مهاجرو لپاره د لنډمهالې سرپناه په اړه د حکومت چوپړتياوو په اړه معلومات وړاندې کړل او په ياد ولايت کې يې له میشتو خلکو وغوښتل، چې له راستنېدونکیو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د غزني ولایت د مرافعي محکمي رییس عبدالرحمن په هېواد کې د عدل او انصاف په اړه ويلي: اسلامي امارت د عدالت، انصاف او روڼوالي نظام دی، چې دغه اوصاف د اوسني نظام د پايښت ضمانت کوي.

په غزني کې د میشت شعيه هېوادوالو مشر سید ګل محمد معتمدی د دې ولايت تاریخي دورې ته په نغوته( اشاره) کې وویل: غزني له زرګونه کلونو راپدیخوا د اسلامي تمدن مرکز، د محمود او سنايي په شان سترو شخصیتونو ټاټوبی دی او د خپلو اسلامي او تاریخي ارزښتونو له مخې ځانګړی ځای لري.

قومي مشر حاجي محمد اکرم د اسلامي نظام ټينګښت لپاره د غزني ولس د ورکړو قربانیو یادونه وکړه او د اوسني نظام پاييښت او هېواد د پرمختګ په موخه يې د بشپړ ملاتړ او هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د سوداګرو او صنعتکارانو پر استازیتوب سخی داد فایق څرګنده کړې: د اوسني نظام د بريا اصلي سرچينه له خلکو سره مستقيمه اړيکه ده. امنيت د بل هر وخت پر پرتله ښه شوی او د قانون يو شان پلي کول يې د هېواد د پرمختګ لپاره اړين وبلل او د یو لړ ستونزو د اواري لپاره یې د لازمو آسانتياوو رامنځته کېدو غوښتنه و کړه.

Trending

Exit mobile version