تازه خبرونه
سوله به خصوصي سکتور ته د پانګونې ډېر فرصتونه رامنځته کړي
د افغانستان خصوصي سکتور ویلي، چې د سولې له هغې کړنې هرکلی کوي، چې کیدی شي په کې ځایی او نړیوالو سوداګریو ته د پانګونې پراخ فرصتونه چمتو، اقتصادي وده، پرمختګ او پراختیا رامنځته کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو زیاته کړې، چې د سولې د راتلو لپاره هیلې زیاتې شوي او د دې بهیر پراختیا کولی شي د هېواد ر اقتصادي پراختیا مثبت اغېز ولري.
دوی په ډاګه کوي، چې ښکېلې غاړې باید له دې فرصته ګټه پورته کړي.
د خصوصي سکتورغړيو څرګنده کړې؛ د لوې جرګې د پرېکړې له مخې د سولې عملي پروګرام ته لار اواره شوې او د سولې له راتلو سره به په هېواد کې د پانګونې او اقتصادي هڅو لړۍ پيل شي.
د سوداګرۍ او پانکونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: د لویې جرګې هغه پرېکړه، چې د زندانیانو د آزادی په اړه رامنځته شوه؛ د هېواد پر اقتصاد به مثبته اغېزه ولري.
د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي؛ ښکېلې خواوې باید په هېواد کې د جګړې لړۍ ودروي او د سولې په راتلو او د امنیت له خوندي کیدو سره به په هېواد کې سترې پانګونې تر سره شي.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پيمان ویلي؛ د بندیانو له خوشي کیدو مو هیله داده، چې سم دلاسه د سولې خبرې پيل او پانګونې ته زمینه برابره شي.
د کرنې او مالدارۍ خونه او ځمکني ترانسپورت د تولنې مسوولینو ویلي، په ېواد کې د سولې له راتلو سره به په لوړه کچه د کار زمینه برابره او د فقر کچه به تر خپلې وروستۍ کچې را ټيټه شي.
د ځمکني ترانسپورت د تولنې مرستیال نظير احمد خلیل څرګنده کړې؛ د سولې لپاره تر ټولو اړینه شېبه رامنځته شوې، چې باید ګټه ترې پورته شي. مونږ باید نور له سیاسي او اقتصادي بحرانه خلاص شو.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجې زاده ویلي؛ باورې یم، چې د سولې له راتلو سره به په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې افغان پانګوال پانګونه تر سره کړي، چې له دې سره به کارونه هم رامنځته شي.
د اقتصادي چارو کار پوهان هم په دې باور دي، چې د سولې په برخه کې له رامنځته شوي فرصته پوره واخلو، چې اقتصادي خوځښتونه پراخهیا و مومي.
د اقتصادي چارو کارپوه حکیم الله صدیقي وایي، چې د جګړی دواړه خواوې باید د افغانستان د ثبات او اقتصادي پر مختګ لپاره کار وکړي؛ ځکه، چې په امنیت کې کار اواقتصادي وده دواړه خوندي دي.
د خصوصي سکتور غړي وایي که امنیت رامنځ ته شي؛ نو د هېواد په کانونو، کرنې، خدماتو، د انرژۍ د تولید په ګډون په نورو برخو کې هم په لوړه کچه پانګونې کیدی شي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
تازه خبرونه
که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
هغه په یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.
د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.
هغه په یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.
اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.
هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نهیوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»
هغه د شوروي اتحاد او امریکا لهخوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.
دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.
تازه خبرونه
د کونړ زلزلهځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزلهځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.
خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزلهځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.
د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزلهځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.
نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»
ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزلهځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.
-
سوداگري4 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه5 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري2 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سوداگري5 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ3 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل کې د کتاب نندارتون؛ د لوست کلتور پیاوړتیا او د کورنیو لیکوالانو ملاتړ
