تازه خبرونه

سولې ته د طالبانو له ژمنتیا مخکې د افغانستان پرېښودل به یوه بېړنۍ پرېکړه وي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۸, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي سفیر سر نیکولاس کی ویلي، سولې ته د طالبانو له پوره ژمنتیا مخکې د ځواکونو ایستل به بېړنۍ پرېکړه وي.

نیکولاس کی فورس نیوز ته په خبرو کې ویلي؛ دا به زمونږ لپاره یوه بیړه وي، چې له پراخې سیاسي هوکړې مخکې له افغانستان څخه ووځو.

نیکولاس کی په داسې حال کې یادې سرچینې ته پر خپل اند ټینګار کړی، چې امریکا او طالبانو د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د یوشمېر هېوادونو د استازیو په شتون او داډ په افغانستان کې د سولې د راوستو تړون لاسلیک کړی دی.

د لاسلیک شوي تړون له مخې افغان حکومت اړ دی، چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او امریکایي ځواکونه به هم تر ۱۴ میاشتو افغانستان څخه وځي.

دغه راز طالبانو هم ژمنه کړې، چې ۱۰۰۰ حکومتي بندیان خوشې کوي او تروریستي ډلو لکه القاعده ته به اجازه نه ورکوي، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې عملیات وکړي.

د ناټو پخواني ملکي سفیر ویلي، چې: په دې پړاو کې د ناتو یوازنۍ ژمنه داده، چې په لومړي ګام کې تر ۱۲ زره پورې د ځواکونو شمېر راټيټ کړي او بیا به د ځواکونو یوه برخه پاتې شي.

ښاغلي کي دا ټینګار هم کړی، چې دا تړون مشروط دی؛ که طالبان خپلې ژمنې پلې نکړي، هوکړه بې ارزښته ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ یوه ژمنه یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت دی، چې دوی باید پلی کړی و؛ خو دا کار ندی شوی.

نیکولاس کي زیاته کړې: طالبانو پر ائتلافي ځواکونو بریدونه بند کړي دي. په ښارونو کې لوی بریدونه درول شوي؛ خو په لیرې پرتو سیمو او د ټول افغانستان په ولسوالیو کې افغان ځواکونه او ملکي وګړي وژني.

هغه د غه راز ټینګار شوی، چې په افغانستان کې د سولې راتلونکی ګام د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل دی.

له دې مخکې داسې راپورونه ورکړ شوي وه، چې خپلمنځي خبرې به د روان کال د جون پر ۱۵ پیل شي؛ خو یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته ویلي؛ تر هغې، چې ټول ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې شوی نه وي خپلمنخي خبرو ته ناسته به هم ناشونې وي.

Trending

Exit mobile version