سیمه ییز خبرونه
سولې ته د وسلوالو طالبانو په چمتولو كې له بريتانيا څخه د همكارۍ هيله وشوه
افغان ولسمشر حامد كرزي سولې ته د وسلوالو طالبانو په چمتولو كې دا ځل له بريتانيا څخه د همكارۍ تمه لري.
سياستوال هم په دې باور دي، چې:
بريتانيا د افغانستان د ثبات او سولې په ټينگښت كې مهم رول لوبولاى شي.
دوى وايي:
كه بريتانيا له پاكستان څخه وغواړي، چې د افغانستان د ثبات په برخه كې صادقانه همكاري وكړي؛ نو په افغانستان كې جگړه پاى موندلى شي.
دا په داسې حال كې ده، چې ډېر ژر په لندن د افغانستان پاكستان او بريتانيا د درې اړخيزې غونډې كوربه شي.
ولسمشر حامد كرزي د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې ۱۲) په افغانستان كې د سولې د ټينگښت په نيت د بريتانيا د شاهي دولت ور وټكاوه، هغه هېواد، چې د پاكستان ستراتژيك ملگرى بلل كيږي.
د بريتانيا لومړي وزير ديويد كيمرون له افغان ولسمشر حامد كرزي سره په تيليفوني خبرو كې ويلي، چې ډېر ژر به په لندن كې د افغانستان، پاكستان او برېتانيا درې اړخيزه غونډه جوړه شي.
په دغه غونډه كې هڅه كيږي، چې د افغانستان د جگړې د پاى ته رسولو او سولې ته د رسيدو پر لارو خبرې وشي.
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي:
هيله من يم، چې دا غونډه به عملي او مثبتې پايلې ولري او د سولې بهير به چټك او د افغانانو او پاكستان د خلكو گډو امنيتي گواښونو په مخنيوي كې به مرسته وكړي.
له دې مخكې د افغانستان، پاكستان او بريتانيا درې اړخيزه غونډه په نيويارك كې جوړه شوې وه.
پوځي كار پوهان عبدالواحد طاقت او امر الله امان په دې باور دي، چې بريتانيا د افغانستان د سولې په بهير كې رغنده رول لوبولى شي.
كه څه هم له افغانستان سره د ثبات په برخه كې د پاكستان د همكاريو تازه ژمنو په افغانستان كې ځينې هيلې را منځته كړي، خو دا، چې دا ژمنې به د سولې د بهير په بريالي كيدو كې څومره اغېز ولري، وخت به يې په ډاگه كړي.