تازه خبرونه

سویدن افغانستان ته نوی ځانګړی استازی وټاکه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۲, ۱۴۰۲)

د سویدن بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې یوهان ندیسي یې د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي او د سویدن سفارت د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

د سویدن د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، ندیسي به د اګست په میاشت کې خپله دنده پیل کړي او زیاته شوې، چې د سفارت چارې له کابله لنډمهاله ستکهولم ته لیږدول شوې دي.

نوموړی د سویدن د بهرنیو چارو وزارت د آفریقایي واحد مرستیال و.

هغه پخوا په بروکسل کې د آروپايي اتحادیې سفیر و او په هراره او تیرانا کې یې هم د سفارت دندې ترسره کړې دي.

د نورو پوستونو تر څنګ یې د بهرنیو چارو وزارت د مخابراتو د څانګې د مرستیال په توګه هم کار کړی دی.

Trending

Exit mobile version