تازه خبرونه

سویس له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو اعشاریه اووه میلیون دالر ځانګړي کړل

Published

on

ملګرو ملتونو د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې سویس له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو اعشاریه اووه میلیون دالر مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر یا OCHA تویت کړی؛ دا مرستې به د ۲۰۲۳ ز. کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړ شي، چې په دې هېواد کې له ژوند ژغورونکیو هڅو  ملاتړ وکړي.

د اوچا د څرګندونو له مخې؛ سویس د اوږدمهاله مرستندویه هېواد په توګه له ۲۰۱۶ ز. کال راپدیخوا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲۰ میلیون دالره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې؛ افغانستان اوس هم د نړۍ له خورا سخت بشري ناورین سره مخ هېواد دی، چې دوه پر درېیمه برخه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام مشر خبرداری ورکړ، چې له اوسنیو مالي وړاندویېنو سره سم به له دغه هېواد سره د خوراکي توکو مرستې د اکتوبر تر پایه پای ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version