ساینس او ټیکنالوژي
سویلي کوریا د درغلۍ له رسوایۍ وروسته د کانکور د ګډونوالو عینکې ارزوي
د رویټرز د راپور له مخې: له دې رسوایۍ وروسته آن ځینو کسانو غوښتنه کړې، چې د پوهنتونونو د داخلې آزموینه دې د آزموینې د عدالت او روڼتیا تر یقیني کولو وځنډیږي؛ خو د پوهنې وزارت دا آزموینه، چې په سیالۍ ډکه ټولنه کې د بریالیتوب لپاره خورا مهمه بلل کېږي، ځنډول رد کړي دي.
سویلي کوریا به د پوهنتونونو د داخلې په عمومي آزموینه کې د ګډون کوونکو ټولې عینکې وارزوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مرسته د درغلۍ مخه ونیسي. دا پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې د مالیاتي حسابدارۍ په آزموینه کې درغلۍ د دې هېواد د سختو او مهمو آزموینو پر سیسټم د خلکو باور زیانمن کړ.
د رویټرز د راپور له مخې: له دې رسوایۍ وروسته آن ځینو کسانو غوښتنه کړې، چې د پوهنتونونو د داخلې آزموینه دې د آزموینې د عدالت او روڼتیا تر یقیني کولو وځنډیږي؛ خو د پوهنې وزارت دا آزموینه، چې په سیالۍ ډکه ټولنه کې د بریالیتوب لپاره خورا مهمه بلل کېږي، ځنډول رد کړي دي.
د آزموینې د امنیت په اړه مهم ټکي:
د پوهنې وزیر چوی کیو جین د دوشنبې پر ورځ پارلماني غونډې ته ویلي، وزارت به د پوهنتونونو د علمي وړتیا آزموینې په هر پېر کې د ټولو ګډونوالو عینکې وارزوي. ځیرکې برښنايي وسیلې هم د روان کال په جولای کې د منع شویو توکو په نوملړ کې شاملې شوې دي.
څیرکې عینکې په نړۍ کې د اندېښنې وړ ګرځېدلې دي؛ ځکه د دغو عینکو له لارې له اجازې پرته د محرمو معلوماتو او د خلکو د انځورونو، ویډیوګانو او غږونو ثبتول کېدی شي.
چوی ویلي، د هرې آزموینې له خونې بهر به خبرتیاوې ولګول شي، چې په کې به د درغلۍ په صورت کې د آزموینې د پایلو د لغوه کېدا او له قانوني سزاوو څخه خبرداری ورکړ شوی وي.
د آزموینې په هر مرکز کې به لږ تر لږه یو کارکوونکی د ځیرکو برښنايي وسیلو د څارنې لپاره ځانګړی شي.
دغه راز به د آزموینې د مرکزونو، سیمهییزو ښوونیزو دفترونو او د وزارت د څارنې خونې ترمنځ د اړیکو یوه ځانګړې کرښه فعاله وي، چې هغه ستونزمنه پرېکړه پرې له چارواکو سره شریکه شي.
چوی زیاته کړې، وزارت به د رادیويي څپو د کشفولو وسیلو ته ورته د ټکنالوژۍ په برخه کې له متخصصانو سره سلا وکړي او د راتلونکي کال په آزموینه کې به د دغو وسایلو د کارولو امکان هم وارزوي.
هر څوک، چې د آزموینې پر مهال له ځیرکې برښنايي وسیلې سره ونیول شي یا یې وکاروي؛ د همغه کال پایلې به یې لغوه او په راتلونکي کال کې به له آزموینې ورکولو منع شي.
چوی وایي، وزارت به له پارلمان سره د منع وخت د یوه کال پر ځای له درې تر لس کلونو پورې د غځولو لپاره هم کار وکړي. سرغړوونکي ښايي د رسمي دندو د خنډولو پر تور پولیسو ته هم معرفي شي.
دا اقدامات له هغې وروسته تر سره کیږي، چې یوه کس د یکشنبې پر ورځ داسې اعتراف وکړ: د سږ کال د مالیاتي حسابدارۍ په آزموینه کې یې پر درغلۍ لومړی مقام ترلاسه کړی دی. نوموړي ومنله، چې د یوې کوچنۍ کمرې پر مټ یې د آزموینې پوښتنې انځور کړې؛ بیا یې مصنوعي ځیرکتیا ته ولېږلې او ځوابونه یې پر ځیرکګرځند کې وکتل.
د سویلي کوریا لومړۍ وزیرې هان سونګ سوک د دوشنبې پر ورځ ویلي، حکومت به د پوهنتونونو د داخلې عمومي آزموینې د خوندي کولو لپاره د بېړنیو اقداماتو د چمتو کولو پر موخه ځانګړې ډله جوړه کړي.
هغې له چارواکو هم وغوښتل، چې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د درغلۍ د کشف ټکنالوژي جوړه او د آزموینو پر مهال د درغلۍ لپاره سزاوې نورې هم سختې کړي.